کورنیو چارو وزارت

کورنیو چارو وزارت ۳۱ ولایتونو کې د شپې له‌خوا د خلکو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه

اطلاعات روز: د هېواد کورنیو چارو وزارت وایي، د خلکو امنیت غوره ټینګښت او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې مخینوي لپاره یې له دریو ولایتونو پرته په نورو ټولو ولایتونو کې د شپې له لسو د سهار تر څلورو بجو د خلکو په ګرځېدو بندیز ولګاوه.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند احمدضیا ضیا نن (شنبه، ۲ د زمري) اطلاعات روز ته وویل چې د خلکو په ګرځېدو راګرځېدو دغه بندیز له کابل، پنجشېر او ننګرهار ولایتونو پرته په نورو ټولو ولایتونو کې عملي کېږي.

ښاغلي ضیا وویل: «د هېوادوالو غوره امنیت ټینګښت او د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې مخنیوي لپاره، دا چې د طالبانو ترهګرې ډلې خپل فعالیتونه د شپې په تیاره کې په بېلابېلو ولایتونو کې ترسره کول، پرېکړه پر دې شوه چې د وګړو پر ګرځېدو راګرځېدو یو لړ بندیزونه د شپې له لسو د سهار تر څلورو بجو ولګېږي. البته درې ولایتونه، پنجشېر، کابل او ننګرهار له دې امره مستثنا دي.»

احمدضیا ضیا وویل چې دغه بندیزونه به د محدود وخت لپاره وي او بېرته به عادي حالت ته راوګرځي.