خوست

مدني فعالان: خوست کې دې د دولتي ځمکو خپلسری ویش ودرول شي

خبریال: حبیب‌الله سراب

د خوست ولایت ګڼو مدني فعلانو او ځوانانو په یوې اعتراضیه راټولېدنه کې له ولایتي چارواکو غوښتنه وکړه، چې په دې ولایت کې دې د دولتي ځمکو غیر قانوني ویش و درول شي. د خوست اوسېدونکي په داسې مهال د دې لړۍ د درولو غوښتنه کوي، چې اوس په کې د دفاع وزارت د ځمکو ویش روان دی.

د لاریون تنظیموونکی فرید قربان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی په دې موخه په لاریون کړی، تر څو د روانو غیر قانوني کړنو مخه ونیسي.

قربان وايي، په هېواد کې روان خراب امنیتي حالت خلک بوخت ساتلي، خو ځینې چارواکو له دې حالت په ګټې اخیستو فساد او چور ته مخه کړې ده.

هغه داسې وویل: «مونږ په هیڅ صورت د همدې دولتي ځمکو غیر قانوني ویش ته اجازه نه ورکوو، نن مونږ لاریون کړی، سبا د ولایت دروازه او نورې دولتي ادارې هم تړو، دلته په خوست کې ځینې چارواکي شته، چې د ولس له چپتیا څخه ناوړه ګټه پورته کوي او فساد یې شروع کړی دی.»

د لاریون تنظیموونکی فرید قربان اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دوی په دې موخه په لاریون کړی، تر څو د روانو غیر قانوني کړنو مخه ونیسي.

د خوست ولایت اوسېدونکی او مدني فعال نورالله افغان وايي، که مرکزي اداره د روان فساد او چور مخه ونه نیسي، ولس به په پراخه لاریونونو لاس پورې کړي، هغه زیاته کړه، چې د دې دولتي ځمکو د ویش مخنیوي لپاره یې قران شریفونه هم د ولایت مقام مخې ته ور وړي و، تر څو چارواکي له پیل شوي کاره لاس واخلي.

نوموړی وايي: «نن مونږ دلته په سولیز ډول راټول شوي یو، سبا همدا لاریونونه او مدني حرکتونه پراخوو، که هره مسله رامنځته کیږي، مسوول به یې د ولایت مقام چارواکي وي، ځکه هیڅوک د دې اجازه نه ورکوي، چې دولتي ځمکې دې د غلو لاس ته ولویږي او هغوی دې پرې خېټه واچوي.»

په خوست کې چې تر ډېرو نورو ولایتونو په کې د ځمکې بیه هم لوړه ده، چارواکو پتیېلې چې ۴۳ نومرې پر ځایي رییسانو او ځینو بې کوره شویو ووېشي.

له دې وړاندې هم ځوانانو په اوږدمهالو قراردادونو او په یوه او بل نوم د دغو ځمکو د وېش مخالفت کړی و.

د دې ولایت د مرکز اوسېدونکی او قومي مشر بادام لکڼوال اطلاعات روز سره په خبرو کې د دفاع وزارت ځمکه د خوست له ښو او اقتصادي ځمکو یاده کړه او ویې وویل، که خلک یې د پيل شوي ناقانونه ویش مخه ونه نیسي، نو دې ته ورته ګڼې نورې ځمکې به هم د چارواکو او زوراکو له خوا غصب شي.

له دې وړاندې هم ځوانانو په اوږدمهالو قراردادونو او په یوه او بل نوم د دغو ځمکو د وېش مخالفت کړی و.

بادام وویل: «دلته په خوست کې د دفاع وزارت او فارم باغ ځمکې ډېرې مهمې، قیمتي او اقتصادي ځمکې دي، نو ولې دې چارواکي پرې د غصب کولو او خپلسري ویش وکړي، مونږ په دې اړه جدي اندېښنه لرو، ځکه دا دولتي ځمکې دي او د زور واکو لاسونه باید ورڅخه کټ شي، په مرکزي ادارې همدا غږ کوو، چې اوس یې سر وخت ده، بیا یې په اړه اقدام کول کومه ګټه نه کوي.»

په ولسي جرګه کې د خوست خلکو استازی ډاکټر خاورین بیا وايي، د دې ستونزې د حل په موخه یې د محلي ارګانونو له مشر شمیم خان کټوازي سره تر ناستې وروسته خوست کې د دفاع وزارت ځمکې او ۴۳ نمرو وېش د بندېدو پریکړه کړې ده.

دا ګام له هغه وروسته دی چې خوست کې ځوانانو د حکومت له لوري د ځمکو د وېش مخالفت وکړ.

خاورین په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «مونږ نن ورځ د سیمه ییزو ارګانونو له مشر شمیم خان کټوازي سره ناسته درلوده، د خوست ولایت د خلکو نورې ستونزې مو هم ورسره شریکې کړې او هم مو د دفاع وزارت د دولتي ځمکې د لانجمن ویش او ځینو نمرو د ویش بندېدو غوښتنه وکړه، چې دا غوښتنه منل شوې او ځمکې به تر نامحدود وخته نه ویشل کیږي.»

ومو غوښتل چې په دې اړه د خوست ولایت مقام نظر هم له ځانه سره ولرو، خو د هغوی په نظر اخیستلو بریالي نه شو، په دې ولایت کې د ځايي زورواکو له لوري زرګونه جریبه دولتي ځمکه غصب شوې، خو په تېرو اتلسو کلونو کې د خوست ولایت ځايي اداره په دې ندی توانېدلې چې غصب شوې ځمکه له غاصبینو را وګرځوي.

تېر کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له (۴۰۰۰۰) جریبه زیاته دولتي ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې ده.

که څه هم په خوست کې د ښار جوړونې او اراضي ریاست د ټولو غصب شویو ځمکو دقیق ارقام په لاس کې نلري، خو په تېر کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له (۴۰۰۰۰) جریبه زیاته دولتي ځمکه د زورواکو له لوري غصب شوې ده. خلک له حکومت او اړونده ادارو غوښتنه کوي، چې د غاصبینو پر وړاندې له جدي چلنده کار واخلي او غصب شوې دولتي ځمکې دې بیرته ترې وګرځول شي.