اطلاعات روز: د افغانستان ملکي هوایي چلند اداره وایي، د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر کې ټولې ملکي الوتنې ځنډيدلي دي.
دغې ادارې نن (سهشنبه، ۲۶ د زمري) په یوې خپرهکړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ملکي هوايي چلند ادارې کارکوونکي اوس مهال د یاد هوايي ډګر په تخنیکي ستونزو او پاک کارۍ کار کوي تر څو پورې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر الوتنې عادي حالت ته را وګرځي او الوتنې بیاځلي پیل شي.
د ملکي هوایي چلند ادارې لیکلي: «د هیوادوالو نه په ډیر درنښت هیله کوو چې یاد هوايي ډګر ته د الوتنو د بیاځلي شروع پورې د راتګ څخه ډډه وکړي.»
ملکي هوایي چلند ادارې پلازمېنې کابل ته د طالبانو په راتګ او نیولو سره، چې د شپې له خوا ګڼ شمېر افغانان د حامد کرزي هوایي ډګر ته ورننوتل او هڅه یې کوله چې الوتکه کې له هېواده ووځي، دغې ادارې ملکي الوتنې وځنډولې. خو اوس دغه اداره وایي، چې د ملکي الوتنو د عاديکېدو هڅې یې پیل کړي دي.