ټولګټو وزارت

د ټولګټو وزارت سرپرست: طالبان د هېواد بیارغونې ته ژمن دي

اطلاعات روز: د ټولګټو وزارت سرپرست مولوي بخت‌الرحمن شرافت وایي، دوی د هیواد بیارغوني ته ژمن دي او په ټول توان سره به د هیواد د لویو سړکونو، پلونو او پُلګوټو په رغونه او بیارغونه کې هڅې وکړي.

د ټولګټو وزارت نن (شنبه، ۳۰ د زمري) پر خپلې فیسبوکپاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې نن د ټولګټو وزارت نوې رهبرۍ د دې وزارت او اوسپنې پټلۍ ادارې له رییسانو، امرینو او یو شمېر کارکوونکو سره د پېژندګلوۍ ناسته کړې ده.

په دې ناسته کې د ټولګټو وزارت سرپرست مولوي بخت الرحمن شرافت د مرستیالانو مولوي محمد قاسم فرید او مولوي مصطفی هم ګډون کړی وو.

د ټولګټو وزارت د اعلامیې له مخې، د دې وزارت سرپرست ویلي چې د طالبانو رهبري د هیواد بیارغوني ته ژمن دی او په ټول توان سره به د هیواد د لویو سړکونو، پلونو او پُلګوټو په رغونه او بیارغونه کې هڅې وکړي.

اعلامیه زیاتوي ښاغلي شرافت د دې وزارت ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې پرته له کومې ویرې او ډار څخه دي خپلو دندو ته ادامه ورکړي او د هیڅ کارکوونکې حقوق به نه ضایعه کیږي.

ښاغلي شرافت زیاته کړې: «دا مهال کابل – کندهار لویه لار له زابل څخه تر میدان وردګو ولایت پورې د سړک هغه برخې چې ویجاړې شوي وې او خلک یې د تګ راتګ پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو، اوس مهال یې د بیارغونې کار پیل شوی.»

په دې ناسته کې د ټولګټو وزارت مرستیالانو بیا ویلي چې د طالبانو مشرتابه د هیواد د ترانسپورتي زیربیناو د بیارغونې لپاره ټینګه اراده لري او هڅه کوي چې هیوادوالو ته ترانسپورتي اسانتیاوې رامنځته کړي.