اطلاعات روز: د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د افغان او پاکستانۍ کرکټ لوبډلو یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ تر نامالومې نېټې وځنډېدې.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن (سهشنبه، ۲ د وږي) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه لوبې اوس لپاره ځنډېدلي خو زیاتوي چې د ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې به ترسره شي. نوموړي د دې لوبو کره نېټه او دا چې په کوم هېواد کې به ترسره شي، له څه ویلو ډډه وکړه.
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درې نړیوالې یو ورځنۍ لوبې د افغانستان په کوربهتوب سریلانکا هېواد کې پلان شوې وې، خو هلته د کرونا له امله له قرنطین وروسته اټکل کېده چې پاکستان کې به ترسره شي، خو د نامالوم لامل له امله اوس لپاره وځنډول شوې.
ځینو رسنیو بیا د دې ځنډ لامل د سفر لوجیستیکي ننګونې او ټول افغانستان کې حاکم وضعیت یاد کړی دی.
له دې وړاندې بیا پر ټولنیزو رسنیو ځینو افغانانو پاکستانۍ لوبډلې سره د همدې لوبو لغوهکېدو غوښتنه کړې وه. دوی ویلو ول چې پاکستان د افغانستان چارو کې لاسوهنه کوي او په یو ډول افغان جګړه کې ښکېل دي، نو ځکه باید ورسره لوبه و نه شي.