اطلاعات روز: د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح تاییدوي چې د روغتیا نړیوال سازمان رییس تدروس ادهانوم کابل ته راغلی دی.
ښاغلي مجروح نن (دوشنبه، د وږي ۲۹مه) اطلاعلات روز ورځپاڼې ته وویل چې ښاغلي تدروس آدهانوم سره په دې سفر کې د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانهیي حوزې رييس احمد المنداري، د ختیځې مدیترانهیي حوزې بیړنیو حالاتو رييس او د دې حوزې د پولیو مسوول، ملتیا کوي.
هغه په دې اړه له نورو مالوماتو ورکولو څخه ډډه وکړه.
دا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په ختیځه مدیترانهیي حوزه کې د روغتیا نړیوال سازمان د رييس او د دې سازمان د لوړپوړو چارواکو لومړنی سفر دی چې افغانستان ته یې کوي. د دوی دا سفر د افغانستان روغتیایي برخې سره د نړیوال بانک د مالي مرستو له ځنډېدو وروسته شوی دی.
ویل شوي دي چې افغانستان ته د روغتیا نړیوال سازمان د رييس او د لوړپوړو چارواکو د سفر هدف، د دې مرستو د دوام په اړه خبرې اترې دي.