افغان مېرمنې

ننګرهار کې جګړو او بې وزلۍ ډیری میرمنې په رواني ناروغیو اخته کړي

اطلاعات روز: د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون مسوولین دغه ولایت کې د مېرمنو د روحي او رواني ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکوي.

دغه څرګندونې نن (یکشنبې، ۱۸ د تلې) د ننګرهار د سیمه ییز روغتون مسوولینو د رواني روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وکړې.

روغتیا پالان وايي، جګړو، بې وزلۍ او نورو ټولنیزو ستونزو له امله د هیواد ۴۸٪ سلنه وګړي په رواني ناروغیو اخته شوي، چې ډېره برخه یې مېرمنې دي، چې لاملونه یې کلتوري محدودیتونه، په کم عمر کې د نجونو ودول او کورنی تاوتریخوالی دی.

د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون د رواني ناروغیو د څانګې مشر ډاکټر احمد ظاهر الله یار اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د نورو کلونو په پرتله په تیرو دوو میاشتو کې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمیر لوړی شوی، چې لامل یې د نوي نظام په رامنځته کیدو سره د خلکو اقتصادي ستونزې یادوي.

ښاغلی الله یار وايي، په دغې ناروغۍ مېرمنې ډېرې اخته شوي، چې لاملونه یې ټولنیزې ستونزې، ناسم دودونه، په کم عمر کې ودونه او کورني تاوتریخوالي یادوي.

ډاکتر احمد ظاهر الله یار زیاته کړه: «تېر کال د ننګرهار د سیمه‌ییز روغتون د رواني ناروغیو څانګه کې له ۱۵ زرو څخه زیات ناروغان کتل شوي، چې له ډلې یې شپږ سلنه په روغتونو کې تداوي شوي دي، زمونږ د مالوماتو له مخې په دې وروستیو دوه میاشتو کې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمیر زیات شوی خو دقیق ارقام یې نه لرو، د دغه ناروغانو له ډلې زیاتره یې میرمنې دي چې لامل یې اجباري ودونه، دوی ته خپل حقوق نه ورکول او نورو عوامل دي چې له امله یې زیات شوي دي.»

نوموړی وايي، د ننګرهار حوزوي روغتون کې د رواني ناروغانو درملنې لپاره د بستر شل خونې لري چې په خبره یې بسنه نه کوي.

ډاکتر احمد ظاهر الله یار اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې اندیښنه وښوده او ویې ویل، که اقتصادي وضعیت همداسې دوام ومومي، ښایي پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمیر له دې څو چنده ډیر شي.

ډاکتر احمد ظاهر الله یار زیاتوي: «اوسمهال د ننګرهار په حوزوي روغتونو کې د رواني ناروغانو لپاره شل بستر خونې موجود دي، چې شپږ یې د میرمنو لپاره ځانګړې شوي دي او اندېښنه شته که چیرې حالت همداسې دوام ومومي نو له دې به نور هم د ناروغانو شمیر زیات شي او دا حالت ورځ تر بلې د خرابیدو خوا ته ځي، ځکه خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.»

په همدې حال کې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس مولوي عطاالرحمن فاتح بیا په مرکز او ولسوالیو کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره د لازمو امکاناتو د شتون خبره کوي.

مولوي عطاالرحمن فاتح زیاته کړه: «د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست په مرکز او ولسوالیو ټولو روغتیایي مرکزونو کې د رواني ناروغانو د درملنې لپاره کافي امکانات لري او لا په دې هڅه کې یو چې دا امکانات زیات شي، چې د همدې ښې درملنې له امله دې ولایت کې پر رواني ناروغیو د اخته کسانو شمیر ورځ تربلې مخ په کمیدو دی او لا کوښښ کې یو خپل خدمات زیات کړو.»

 ډاکټران وایي، رواني ناروغان د یوازیتوب احساس کوي او نه شي کولای د ژوند اړوند چارو په سم فکر او قضاوت ترسره کړي.

د روغتیا وزارت د شمیر له مخې د هیواد تر نیمایي ډیر وګړي په رواني نارغیو اخته دي، چې لاملونه یې فقر، بې وزلي، جګړې او نوی تحول یادوي.