ننګرهار کې ډینګي ناروغي

ننګرهار کې په «ډینګي» ناروغۍ د ګڼو اخته‌کېدنه؛ «د درملنې امکانات په نشت حساب دي»

خبریال: جان‌اغا صالح

د ننګرهار په دریو ولسوالیو دوربابا، لعلپوره او مومندره کې د «ډینګي» ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ډېر خلک پرې د دوربابا په «ګړوکو» سیمه کې اخته شوي دي.

ډینګي، چې تبه لرونکي ویروسي ناروغي ده، له یوه تن بل ته د غوماشي په واسطه انتقالېږي.

دغه ناروغي له تیرې یوې میاشتې راهیسې ډيورنډ کرښې ته څیرمه د ننګرهار په دریو پرتو ولسوالیو کې له څه مودې راهیسې خوره شوې ده.

د روغتیايي کارکوونکو په وینا، د دې ناروغۍ له نښو ښکاري چې له کوزې پښتونخوا را لېږدول شوې ده.

 ځایي روغتیاپال ضیاالرحمن اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل،  ډېری ناروغان شخصي کلینکونو ته ورځي چې د علایمو او ممکنه ټيسټونو معلوموي، چې دغه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته دي او کنه، خو لا هم هلته په کافي اندازه وسایل نشته، چې په بشپړه توګه په ناروغ کې دا ویروس مالوم کړي.

ډاکټر ضيا الرحمن زیاتوی: «دلته په روغتایي مرکز کې نور داسې وسایل نشته چې د ډینګي ویروس پرې سم مالوم کړو، نو یوازې یې دلته د معرقې معاینات کوو او نور هیڅ وسایل نشته دی که چیرې مونږ ته وسایل په واک کې رانه کړل شي نو دا ناروغي ورځ تربلې د پراختیا په حال کې ده او د ټولنې زیاتره خلک به په دغه ناروغۍ اخته شي، دا ویروسي ناروغي د ډینګي په نامه د یوې غوماشي په وسیله له یو انسان بل ته انتقالیږي.»

د روغتیايي کارکوونکو په وینا، د دې ناروغۍ له نښو ښکاري چې له کوزې پښتونخوا را لېږدول شوې ده.

ځایي خلک وایي، له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې دا ناروغي زیاته شوې او په هره کورنۍ کې دوه یا درې تنه په دې ناروغۍ اخته او بستر دي.

نوید احمد د دوربابا ولسوالۍ اوسیدونکی چې په ډینګي ناروغۍ اخته دی، هغه اطلاعات روز ورځپانې ته وویل، چې اوس تر درملنې لاندی دی. نوموړی وایي، د دې ناروغۍ لومړنۍ چپه يې سخته تبه او وجود درد لرونکې ده.

 خراب اقتصادي وضعیت، لیرې پرته سیمه او د داسې ناروغۍ رامنځته کېدو د سیمې خلک اندېښمن کړي دي، ځکه د درملنې لپاره یې هیڅ امکانات نه لري.

نوید احمد زیاته کړه: «زه د دروبابا ولسوالۍ د ګوړوکو سیمې اوسیدونکی یم، یاره دا یوه میاشت وشوه چې زمونږ ولسوالۍ کې دا د ډینګي په نامه ناروغي زیاته شوې او د هرې کور یې یو یا دوه کسه پرې اخته شوي دي، مونږ هم داسې مالومات نه لرو چې دا له کوم ځای راغلې خو خلک وایي، چې پاکستان طرف ته پرې ډیر خلک اخته دي او  دلته هم انتقال شوې له چارواکو غواړو چې دې برخه کې مونږ ته دوا راکړي؛ ترڅو د یادې ناروغۍ مخنیوی وشي د خلکو اقتصادي وضعیت هم خراب دی چې شخصي دوا واخلي.»

ځایي خلک وایي، له تېرې نږدې یوې میاشتې راهیسې دا ناروغي زیاته شوې او په هره کورنۍ کې دوه یا درې تنه په دې ناروغۍ اخته او بستر دي.

په همدې حال کې  د ننګرهار د عامې روغتیا مسوولین وایي، دې ولایت کې چې په ډینګي ناروغۍ د اخته کسانو لوړ ارقام، چې خپاره شوي سم نه دي او په وینا یې تر اوس یې د ۴۴ ناروغانو له ډلې په ۲۶ کسانو کې مثبت پېښې ثبت شوي او دوه تر معاینې لاندې دي.

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس عطاالرحمن فاتح اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې یو شمېر ټیمونه ګمارلي او هڅه دا ده، چې د ډېرې خپریدا مخه يې ونیسي.

عامې روغتیا رئیس عطاالرحمن فاتح زیاتوي: «کوم ارقام چې له دې مخکې خپاره شوي وو، چې ننګرهار کې پر یادې ناروغۍ شاوخوا پنځه زره کسان اخته دي دا ټول مالومات ناسم دي او زمونږ ارقام دا دي، چې د ننګرهار په درې ولسوالیو کې یادې ناروغۍ نښې نښانې لیدل شوی چې ۴۴ کسانو له ډلې یې د ۲۶ کسانو ټستونه مثبت شوي او مونږ یې د مخنیوي لپاره لا په هڅه کې یو.»

د ننګرهار د عامې روغتیا رییس عطاالرحمن فاتح اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره یې یو شمېر ټیمونه ګمارلي او هڅه دا ده، چې د ډېرې خپریدا مخه يې ونیسي.

د ننګرهار روغتیايي مسوولین وایي، ډینګي ناروغي تر دې وړاندې د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې وه او په سلګونه کسان پرې اخته شوي او ویل کېږي، چې دغه ناروغۍ د کوزې پښتونخوا له لواړګي سیمې تورخم او له هغه ځایه د ننګرهار درې سرحدي ولسوالیو ته رسېدلي ده.

روغتیاپالانو له خلکو غوښتي چې د کورونو مخو ته د ډنډ اوبو مخه ونیسي او دغه راز د شپې له لوري دې هم پشه خانې وکاروي.