کابل کې چاودنه

کابل ښار کې ماین چاودنې څلور تنه ټپيان کړل

د کابل پولیس وایي، د کابل ښار دولسمې ناحیې اړوندو کې یو چسپکي ماین چاودنې څلور تنه ټپي کړل. ټپيانو کې دوه نظامیان او دوه ملکیان دي.

د کابل پولیسو قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغه پېښه نن (چهارشنبه، ۵ لیندۍ) شاوخوا ۷:۳۵ دقیقو کې د دولسمې ناحیې اړوند امنیت ښارګوټي سیمه کې رامنځته شوې ده.

د هغه په وینا، یو فورډ ډوله موټر د دې چسپکي ماین ښکار شوی دی.

له بلې خوا، فرامرز وویل پولیسو نن سهار ۶:۴۰ دقیقو کې یو مقناطیسي ماین چې د کابل ښار درېیمې ناحیې اړوند وحدت پل سیمه کې د «ګوارا» په نوم خیریه موسسې پر دروازې نښلول شوی و، کشف او خنثا کړ.

تېره ورځ ماښام مهال هم د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ملي بس سړک سیمه کې یو رنجر موټر د مقناطیسي ماین موخه وګرځېد، چې پایله کې یې یو نظامي ټپي شو.

کوم وګړي یا ډلې د دواړو پېښو مسوولیت نه دی منلی.