اطلاعات روز: د کابل – ګردېز پر لويه لاره د ترافيکي پېښې له امله د يوې محلي راډيو خبريال مړ شوی او د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور ريس په ګډون درې کسان په کې ټپيان دي.
تېره ورځ ناوخته (یکشنبه، ۲۵ د تلې) د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز اړوند په «تېرې» سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله د سيد سادات په نوم يو خبريال خپل ژوند له لاسه ورکړی او د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او کلتور د رییس خالقيار احمدزي او د باختر اژانس د خبريال حبيبالله په ګډون په دې پېښه کې درې کسان ټپيان شوي دي.
د ژوند راډيو مسوول اصيل ځاځي اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل، چې د دوی همکار د دوی له خوا په کوم رسمي سفر نه و لېږل شوی او نه يې هم د تګ په اړه د دفتر مسوولين په جريان کې کړي و.
سيمه ييز خبريال سيد سادات له تېرو شاوخوا دريو کلونو راهيسې د «ژوند» په نوم په يوې محلي راډيو کې دنده درلوده.
د حوزوي روغتون روغتياپالانو بيا په دې پېښه کې د ټپي شويو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بللی دی.