هرات کې ښځې

د هرات اتو ولسوالیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې نه ثبتیږي

د هرات والي مرستیاله مونسه حسن زاده وایي، چې د دې ولایت اتو ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو او ناامنیو زیاتوالي له امله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې نه ثبتیږي.

اغلې حسن زاده دغه خبرې نن (چهارشنبه، ۵ لیندۍ) د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي نړیوالې ورځې ۲۵ام د نووېمبر په تړاو د جوړې شوې غونډې څنډه کې اطلاعات روز ته وویل، چې عدلي او قضایي بنسټونه په ګلران، پښتون زرغون، زاول، کوه زور، پشت کوه او زېرکوه ولسوالیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضيې نه ثبتوي.

هغه په نا امنو ولسوالیو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو پر ثبت ټینګار کوي.

له بلې خوا هرات کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي کمېسیون شمېرې ښیي، چې تېر یو کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۶۷۴ قضیې ثبت شوې دي.

د دې کمېسیون غړی رفېع نادري اطلاعات روز ته وویل، چې له دې ډلې ۴۵۲ دوسیو ته رسېدنه شوې ده.

نادري زیاته کړه، چې جنسي تېری، ځان وژنه، مرګوني ځان سوځونې، قتل او فحشا ته اړ کول په هرات کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له مهمو پېښو څخه دي.

د هغه په وینا، عدلي او قضایي بنسټونه او د ښځو حقونو مدافعین باید د ناامنو ولسواليو په کچه ډېر فعالیت وکړي، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې پټې پاتې نه شي.

د ښځو حقونو فعالان په دې باور دي، چې د ناامنیو په زیاتېدو سره د ځينو ښځو حقوق تر پښو لاندې کیږي او ښځې د طالبانو د شتون له وېرې خپل شکایتونه په دولتي بنسټونو کې نه ثبتوي.