ملګري ملتونه

ملګري ملتونه: داعش ډلې افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو په غونډه کې افغانستان لپاره د دې سازمان ځانګړې استازې ډیبورا لاینز په خپلو خبرو کې وویل، چې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړی دی.

ډیبورا لاینز پرون (چهارشنبه، ۲۶ د لړم) نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډې ته په وینا کې چې د افغانستان د روان حالت په اړه یې خبرې کولې، وویل چې داسې ښکاري چې اوس د داعش ډلې وسله وال د دې هېواد ټولو ولایتونو کې شته دی.

 د ملګرو ملتونو دغې استازې وویل چې داعش سږ کال افغانستان کې ۳۳۴ بریدونه کړي او یا یې د دومره بریدونو پړه منلې ده.

طالب چارواکو چې په یوازې ځان د داعش ډلې ځپلو خبره کړې او ویلې یې دي چې دوی به دغه ډله ژر مهار کړي، خو اغلې لاینز په خپلو خبرو کې د دې وسله والې ډلې پر وړاندې د طالبانو غبرګون اندېښمنوونکی بللی دی.

ډېبورا لاینز، د دې ټولنې امنیت شورا غونډې ته وویل، چې د طالبانو غبرګون له دې امله اندېښمنوونکی دی، چې د هغې په خبره، د اسلامي دولت ډلې د مشکوکو غړو پر ناقانونه بندیانولو او وژلو ور ټول دی.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په دې هېواد کې د روان وضعیت په اړه خپل راپور کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې توکمیز توپیري چلند، د نجونو او ښځو د حقونو تروړل کېدو او روان اقتصادي کړکېچ ته هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې ډېبورا لاینز ددغه هېواد د روانو حالاتو په رپوټ اورولو کې ټینګار درلود چې افغانستان د نړیوالې ټولنې سمې پاملرنې ته اړتیا لري، او که بې غوري وشي دا ژمې به افغانان له یوه بد حالت سره مخامخ شي.

مېرمن لاینز په خپل رپوټ کې وویل، طالبان له نړیوالې ټولنې د رسميت پېژندنې غوښتنه لري او له ملګرو ملتونو سره یې ژمنه کړې چې د مرستندویه چارو لپاره هر ځای بشپړه همکاري کوي، داسې چې د ملګرو ملتونو کارکونکي دې وختونو کې هغو سیمو ته سفرونه کوي چې په تېرو پنځه ویشتو کلونو کې یې تګ راتګ نه درلود.

خو اغلې لاینز وايي، له طالبانو سره لا هم جنجالونه شته. دا وايي: ‘«په ځانګړې ډول توکمیز توپیري چلند، د مېرمنو کړاونه، د نجونو پوهنیز بهیر، نا انډوله سیاسي جوړښت او د تاوتریخوالي اوخپلسرو وژنو رپوټونه مو هم ترلاسه کړي.»

مېرمن ډیبورا لینز وویل، طالبان خپلې نېمګړتیاوې مني، د حکومتولۍ د سمونو ژمنې کوي او وايي چې دنجونو د کار او زده کړو لپاره نوې تګلاري جوړوي چې له اسلامي شریعت سره برابرې وي.

هغې زیاته طالبان هڅه کوي د یوه حکومت په ډول چلند وکړي خو کاري ځواک یې د حکومت وړتیا نه لري او لا یې هم په خلکو کې خپل باور نه دی موندلی، خو په وینا یې سره له دې هرڅه باید افغانستان یوازې پرېنښودل شي او له خلکو سره باید بشري مرستې وشي.

د ملګرو ملتونو په دې غونډه کې د ځینو نورو هېوادونو استازو هم د افغانستان په اړه خبرې او دې هېواد سره د مرستو ژمنې وکړې.

دې غونډه کې د امریکا د متحده ایالاتو استازي وویل، طالبان اړ دي له نړیوالو سره کړې ژمنې پوره کړي، څه چې تراوسه نه لیدل کېږي، په ځانګړې ډول د انساني حقونو او ټولګډونه حکومت خبره.

هغه وویل امریکا به خپلې مرستې له افغانستان سره جاري ساتي خو دا هرڅه به مخامخ له خلکو سره کېږي او یا به هم د مرستندویه بنسټونو په مټ وي.

د ناروې استازې د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي له غوښتنه سره ور زیاته کړه چې هېواد یې ژمن دی د دې کال تر پایه اوه میلیونه ډالرو په کچه بشري مرستې افغانستان ته ورسوي.

د ایران استازي په نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې که په افغانستان کې د احتمالي ناورین مخه و نه نیول شي ایران به د کډوالۍ څپه وویني، چې په وینا یې دغه هېواد ورته چمتو نه دی.

چینايي استازي غونډې ته وویل، افغانستان دمګړۍ نه یوازې بېړنیو مرستو ته اړ دی نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق باید د افغان اقتصاد د ډوبیدو په مخنیوي کې رغنده ونډه واخلي.

هغه د نا امنۍ د وروستیو پېښو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل د داعش اویغور جنګیالیو پر وړاندې باید ټینګ ګامونه پورته شي چې افغانستان او سیمه د ناکرارۍ له ګواښه خوندي شي.

روسيي استازي هم له خپله اړخه د سوله يیزو هڅو او د خوړو، او روغتیا په برخه کې د مرستو د ژر لېږلو ډاډ ورکړ.