دوحه

امیرخان متقي: ټول هېوادونه باید کابل کې سفارتونه پرانېزي څو حقیقتونه له نږدې وویني

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په دوحه کې د شپاړلس هېوادونو له نوماند سفیرانو او استازو سره کتلي او په امنیتي، بشري، اقتصادي، سياسي او صحي موضوعاتو یې خبرې کړي دي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد په یو لړ ټوېټونو کې ویلي چې دغه لیدنه پرون (چهارشنبه، ۱۰ د لېندۍ) د قطر پلازمېنې دوحه کې شوې ده.

ښاغلی مجاهد وایي، په ناسته کې ټولو خواوو په امنيتي او سياسي حالاتو کې د پرمختګونو ستاينه وکړه، وويل شول چې افغانستان سره بايد بشري او صحي مرستې وشي او همدارنګ مشکلاتو ته د همکاريو له لاري لاسرسی وشي.

د نوموړي په وینا چې طالب استازې له ټولو وغوښتل چې کابل کې خپل سفارتونه پرانېزي.

په دې ناسته کې طالب استازي له خپل لوري ټولو ته د امنيت ډاډ ورکړی او د مرستو رسولو برخه کې یې د همکاريو ژمنه کړې ده.

د ښاغلي مجاهد د ټوېټ له مخې: «غوښتنه يې وکړه چې ټول هيوادونه بايد په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي ترڅو حقيقتونه له نږدې وويني او د مثبتو اړيکو نوی باب پرانستل شي.»

د طالبانو ویاند په وینا چې په دې ناسته کې د جرمني،  کانادا، فنلنډ، نیوزیلند، یټالیا، جنوبي کوریا، اروپابي اتحادیې کمیشنرۍ، سپین، امریکا، ناروې، سویډن، نیدرلنډ، استرالیا، انګلینډ او جاپان هېوادونو سفیرانو او استازو ګډون کړی و.

د طالبانو له خوا کابل کې له هېوادونو د سفارت پرانیستو غوښتنه په داسې مهال ده چې په دې وروستیو ورځو کې ځینو هېوادونو د خپل سفارت پرانیستو لپاره شین څراغ ورکړی دی.