ګردېز ښاروالۍ د خصوصي ښوونځيو دروازې تړلي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښاروالۍ خصوصي ښوونځي تړلي. د دې ښوونځیو د تړل کېدو لامل د سوداګريزو اعلاناتو د ماليې نه اصول بلل شوي.

تېره ورځ (دوشنبه، ۱۵ د لېندۍ) د ګردېز ښاروالۍ مسوولين په ګردېز ښار کې د هغو خصوصي ښوونځيو دروازې وتړلې، چې ښاروالۍ رياست ته يې د سوداګريزو اعلاناتو يا لوحو ماليه نه ورکوله.

ګردېز ښاروال شريف الله الهام اطلاعات روز ته وويل، چې دوی په قانوني ډول د ښوونځيو له مسوولينو غوښتنه کړې وه، چې د اشتهاري يا سوداګريزو اعلاناتو ماليه ښاروالۍ رياست ته تحويل کړي، خو هغوی له ټاکل شوې مودې وروسته بيا هم يادې پيسې ونه سپارلې، نو ځکه يې د زده کوونکو په مخ د ښوونځيو دروازې ور وتړلې‌.

په همدې حال کې بيا د خصوصي ښوونځيو مسوولين وايي، دوی چمتو دي، چې د قانوني اصول له مخې د سوداګريزو اعلاناتو ټاکل شوې پيسې ښاروالۍ رياست ته وسپاري، خو د دوی په وينا چې د ښاروالۍ رياست کارکوونکو يې په خپل سر دوی ته د لوحو ماليه ټاکلې ده.

بلخوا د پکتيا ولايت د پوهنې رياست وياند شاه الرحمن اطلاعات روز سره په خبرو کې د رامنځته شوې ستونزې د ژر حل ډاډ ورکړ او وويل، چې د خصوصي ښوونځيو له خوا په ګډه د يادې ستونزې د ژر هواري لپاره ولايت مقام ته عريضه کړې، تر څو له قانوي اړخه ښوونځي بيرته پرانيستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ګردېز ښاروالۍ په تېرو څو مياشتو کې زيات عوايد راټول کړي، چې د تېر په نسبت ۴۰ سلنه زياتوالی ښيي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته