ترکيې په لومړي ځل پکتيا کې له زرو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

اطلاعات روز: په هیواد کې د بشري مرستو په دوام د ترکیې هیواد د «افاد» بنسټ په مالي لګښت په پکتیا ولايت کې په ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د لومړنيو خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه، چې د مسوولینو په وینا په دې توکو کې اوړه، غوړي، چای، بوره او وریژې شاملې دي.

دغه مرسته نن (شنبه، د لېندۍ ۲۰مه) ووېشل شوه. په افغانستان کې د افاد بنسټ مسوول سید مبین هاشمي وايي، دوی د پکتيا سربېره د هيواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د ورته مرستو لړۍ پيل کړې ده. 

په همدې حال کې بیا د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت يو تن نماينده قاري اجمل پکتيا ته په سفر کې له افغانانو سره د اسلامي هیوادونو بشري مرستې اړینې بولي، خو وايي، که د هیواد کنګل شوې پیسې د طالبانو حکومت ته وسپارل شي، نو شته اقتصادي ستونزې به تر ډېره ورسره هوارې شي.  

په پکتیا ولایت کې د دې مرستو تر لاسه کولو لپاره له بېلابېلو سیمو راغلي بېوزله کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، دا ډول همکاري اړینه بولي او غوښتنه کوي، چې د شته ستونزو هواري لپاره دې ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.  

د ترکیې هیواد له لوري دا په پکتیا کې لومړۍ ځل دی، خو د نظام له بدلون وروسته په تېرو څلورو میاشتو کې  بېلابېلو همکاره موسساتو له خلکو سره د خوراکي او نورو وسایلو مرستې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه