کندهار

کندهار کې د بهرنۍ کرنسۍ په راکړه ورکړه بندیز ولګېده

اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو ولایتي چارواکي وایي، له نن پنج‌شنبې د بهرنۍ کرنسۍ په راکړه ورکړه بندیز دی.

د کندهار والي محمدیوسف وفا پرون چهارشنبه د روانې لېندۍ میاشتې په ۲۴مه ولایت مقام کې د افغانیو د ثبات په موخه له سوداګرو، صرافانو، د افغانستان بانک د رییس، اقتصاد رییس، د سوداګرۍ خوني رییس او یو شمېر نورو مسوولینو سره په یوې ځانګړې جوړې شوې ناسته کې د بهرنۍ کرنسۍ په راکړه ورکړه بندیز ولګوو.

والي وویل، سر له پنجشنبې په ټول کندهار کې په بهرنۍ کرنسۍ راکړه ورکړه په بشپړه توګه بنده ده.

په ناسته کې لومړی د سوداګرۍ خونې د رییس حاجي نصر‌الله زهیر په مشرۍ راغلیو سوداګرو د افغانیو د ثبات او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

ښاغلي زهیر وویل: «په هیواد کې باید د کالدارو او تومنو د چلښت مخه ونیول سي، د ډالرو نرخ دې د صرافي پر ځای د افغانستان بانک ورکړي، صرافۍ باید د نرخونو لوړېدو او کښته کېدو په برخه کې په جدي توګه کنټرول سي، د ډالرو د قاچاق مخه دې ونیول سي، د ډالرو رانیول باید په ضمانت وسي، ترڅو قاچاق نه سي، د سوداګرو پيسې ورکړل سي، ترڅو صادرات او واردات په ښه ډول پيل سي، دولت دې خلګ پانګي‌اچونې ته راوبولي.»

نوموړي همدارانګه وویل، د افغانستان بانک دې ډالر په منظم ډول شخصي بانکونو ته ورکړي، سوداګر دې د پرچون پلورونکو څخه ډالر نه، بلکې افغانۍ وغواړي او ډالر دې سوداګرو ته بانکونه ورکوي.

وروسته د کندهار د صرافانو مارکېټ رییس حاجي قندي آغا په خپلو خبرو کې د افغانیو پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چي په دې وروستیو کې د افغانیو ارزښت د یو شمېر مافیايي کړیو د تبلیغاتو په مټ راکښته کړل شو، چې په خبره یې د طالبانو مشران باید د دې مافیايي کړیو مخنیوی وکړي.

همدا راز په غونډه کې د اقتصاد رییس ملا عبدالسلام بریالي هم خبري وکړې، هغه افغانۍ د افغانانو ملي هویت یاد کړ او زیاته یې کړه، چي د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه باید ټول په ګډه کار وکړو.

د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا په خپلو خبرو کي له سوداګرو مننه وکړه، چي په دې سختو شرایطو کي د ولس ترڅنګ ولاړ دي او زیاته یې کړل چې اوس د ولس هیلي د دولت ترڅنګ همدې سوداګرو ته دي.

وفا وایي، د ریاست الوزرا د مخکني حکم په اساس سر له پنجشنبې څخه په ټول کندهار کې هیڅوک حق نه لري، چي راکړه ورکړه په بهرنۍ کرنسي وکړي او همدار راز یې زیاته کړه، هغه څوک چي له بهر څخه بهرنۍ پيسې کندهار ته راحواله کړي صرافان به یې په افغانۍ ورته تبدیلوي.

په همدې موخه د غونډي په وروستیو کې کندهار والي د ولایت مقام، ښاروالي، مستوفیت، قومنداني، استخباراتو، د سوداګرۍ خوني، د صرافانو د اتحادیې، افغانستان بانک او اقتصاد ریاست څخه یو نظارتي کمېسیون هم جوړ کړ.

کندهار کې پر داسي مهال د بهرنیو اسعارو پر راکړي ورکړي بندیز لګول کیږي چې د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو ارزښت په بیساري ډول  لوړ شوی دی او طالبان هڅه کوي چې د همدې لارې د افغانیو ارزښت زیات کړي.