اطلاعات روز: د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د ګازډبې د چاودنې له امله د يوې کورنۍ پنځلس غړي ټپيان شوي دي.
د پکتیا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس خالقيار احمدزي اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن (شنبه، ۲۷ د لېندۍ) ماښام مهال په مرکز ګردېز کې د دویمې امنیتي حوزې اړوند «تیرې باغې شاه» کې د ګازو يوې ډبې په يو کور کې چاودنه کړې، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۵ کسان ټپيان کړي دي.
ښاغلي احمدزي همدارنګه وويل، چې پېښه کې د څلورو تنو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
احمدزي زياته کړه، چې د يادې کورنۍ ټول غړي د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي دي او ګردېز ښار ته را کډه شوي وو.