طالبان

له زده‌کړو تازه فارغ طالب سرتېري ډیورنډ فرضي کرښې امنیت لپاره استول کېږي

اطلاعات روز: په سویل ختیځ زون کې د منصوري قول اردو په دویمې سرحدي لوا کې له نظامي زده کړو تازه فارغ شوي طالب سرتیري به د ډیورنډ فرضي کرښې د امنیت ساتنې لپاره واستول شي.

د همدې سرحدي لوا قومندان مولوي بلال وویل، فارغو شویو ۱۱۰ طالب سرتېرو ته په بېلابېلو برخو کې نظامي زده کړې ورکړل شوې دي.

بلال وايي: «نن ورځ تاسو ولیدل، چې ۱۱۰ کسان له مختلفو نظامي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل، دوی ته مونږ ۴۰ ورځې روزنه ورکړه او له دې وروسته به د خاورې ساتنې لپاره به ډیورنډ فرضي کرښې ته استول کیږي.»

د منصوري قول اردو امنیتي چارواکي وايي، هیڅ کوم ګاونډي ته به اجازه ور نه کړي، چې افغان خاوره لاندې کړي او یا هم فرضي کرښې ته نږدې نظامي تمرینات ترسره کړي.

د دې قول اردو د افراسیون مشر حاجي اسد وویل، طالبان له ګاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي، خو د دوی په وینا څوک دې دا هڅه هم نه کوي، چې د افغان حکومت په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي.

نوموړی وايي: «مونږ له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره سالمې اړیکې جوړول غواړو او له هغوی هم ورته تمه لرو، خو که بیا هم کوم ګاونډي زمونږ خاوره اشغال کوله او یا یې هم زمونږ خوا ته انداختونه کول، بیا به د خپلې خاورې د دفاع لپاره لاس په کار کیږو او ځواب به ورکوو.»

د افراسیون مشر اسد له تازه فارغو شویو سرتېرو غوښتنه وکړه، چې پر کرښه له هیواده د قاچاق کلک مخینوی وکړي.

هغه وویل: «ځوانانو له تاسو مو غوښتنه دا دی، چې په فرضي کرښه ډېر پام کوئ، که زمونږ له خاورې چا د وسلو، قیمتي ډبرو او نورو موادو قاچاق کاوه، په کله به یې مخه نیسئ او مجرمینو ته به سخته سزا ورکوئ، له هغې خوا هم څوک مه پرېږدئ، چې زمونږ د خلکو په زیان سیان هیواد ته را انتقال کړي.»

په همدې حال کې بیا فارغ طالب سرتیري وايي، په نظامي برخه کې یې مسلکي زده کړې ترسره کړې دوی ډاډ ورکوي، چې له خپلې خاورې به په کلکه ساتنه هم کوي.

یو تن سرتیري نقیب الرحمان په دې اړه اطلاعات روز ته داسې وویل: «دلته مونږ چې کومې زده کړې کړې، نو د خپل ولس او خاورې د ساتنې لپاره به ترې استفاده کوو، مونږ خپل ولس ته دا ډاډ ورکوو، چې هیچاته به اجازه ورکړو، چې زمونږ په خاوره تېری وکړي، پاکستان ته هم دا وایو، چې د افغانستان په اړه له بد نظر ډډه وکړي.»

له نظامي زده کړو یاد فارغ سرتیري په داسې مهال پر ډیورنډ فرضي کرښه ځای پر ځای کیږي، چې په دې وروستیو کې د کونړ او ننګرهار ولایتونو په ځینو سیمو د پاکستاني پوځیانو بریدونه او اغزن تار لګولو هڅې ګړندۍ شوې، چې دا کړنه د طالبانو له کلک غبرګون سره هم مخ شوې ده.