ځنګلونه

د پکتیا ځنګلونو بې‌رحمانه وهل؛ طالبان: خلک مو هڅولي چې د ځنګلونو له وهلو لاس واخلي

خبریال: حبیب الله سراب

پکتیا د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي، چې غرونه یې په ګڼو طبعي ځنګلونو پوښل شوي او د دې ولایت هرې سیمې ته یې ځانګړې ښکلا ورکړې ده، خو په دې وروستیو کې د هوا له سړېدو او د ژمې په راتګ د ځینو غرنیزو ولسوالیو اوسېدونکو د سون موادو د برابرولو لپاره د طبعي ځنګلونو وهل پیل کړي، چې دې چارې خلک اندېښمن کړي او له اړونده مسوولو ادارو یې د مخنیوي غوښتنه کوي.

د پکتیا ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم په یو شمېر ولسوالیو کې قومي تړونونه هم شوي، خو بیا هم په بعضي سیمو کې شنه ځنګلونه په بې رحمانه ډول د سون موادو د اړتیا پوره کېدو لپاره وهل کیږي.

د دغه ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي نورحسن اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې ګڼ خلک په پټه غرونو ته ځي او د ژمي لپاره د سون توکو برابرولو په موخه شنه ځنګلونه وهي.

هغه وايي، که څه هم دوی په خپله سیمه کې د یادو طبعي ځنګلونو د وهلو مخنیوي په موخه سیمه ییز تړون کړی، خو بیا هم ځينې خلک له شوي تړون سرغړونه کوي.

نوموړي وویل: «هر کال چې کله هوا په سړه کېدو شي، نو د سون لپاره خلک غرونو ته مخه کړي، هلته نو په شنو ونو راباندې کړي او په بې رحمانه ډول یې پرې کوي، مونږ دا منو، چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او نه شي کولی، چې د دې په بدل کې په ګاز پیسې ورکړي، خو ښه لاره یې دا دی، چې د ونو پر ځای له وچو بوټو استفاده وکړي.»

د دغه ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسېدونکي نورحسن اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې ګڼ خلک په پټه غرونو ته ځي او د ژمي لپاره د سون توکو برابرولو په موخه شنه ځنګلونه وهي.

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزې سره مخ دي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي خالد نور وویل، که څه هم د طالبانو په راتګ د ځنګلونو وهل کم شوي، خو د هغه په وینا چې بیا هم د ژمي لپاره د سون موادو د برابرېدو په موخه خلک د یادو طبعي ځنګلونو د وهلو لپاره مخه کوي.

خالد وايي: «دلته په څمکنیو کې ځینو خلکو قومي تړون کړی، خو پوره نه دی عملي شوی او ځینې وخت داسې هم شوي، چې د قوم په پریکړه خلک په غرونو کې شنې ونې وهي، پخوا د څمکنیو ولسوالۍ شاوخوا پراته غرونو په ګڼو ونو پوښل شوي و، ولې متاسفانه چې اوس یې ډیر سپېره شوي دي.»

له ځاځي اریوب ور هاخوا بیا په دریو ځدراڼو ولسوالیو کې هم خلک په کورونو کې د سون اړتیا له غرونو پوره کوي، د وزې ځدراڼ ولسوالۍ قومي مشر میر پادشاه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د سیمې اوسېدونکي یې نه یوازې دا چې خپله اړتیا له طبعي ځنګلونو پوره کوي، بلکې د هغه په خبره چې د خرڅلاو لپاره یې پلازمینې کابل ته هم انتقالوي.

هغه وویل: «زمونږ د ځدارڼو د سیمې د اوسېدونکو همدا کاروبار دی، له کلونو راهیسې دوی په غرونو کې ځنکلونه وهي او بیا یې د خرڅلاو لپاره کابل ته وړي، نو دلته پخوا تړون وشو، خو د لنډ وخت لپاره و او عملي بڼه یې خپله نه کړه، ځنګل خو د دې سیمې د ښکلا او د سیلابونو د مخنیوي لپاره مهم دی.»

د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزې سره مخ دي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي خالد نور وویل، که څه هم د طالبانو په راتګ د ځنګلونو وهل کم شوي، خو د هغه په وینا چې بیا هم د ژمي لپاره د سون موادو د برابرېدو په موخه خلک د یادو طبعي ځنګلونو د وهلو لپاره مخه کوي.

د پکتیا ولایت لوستي ځوانان بیا په دې اړه سخت اندېښمن دي او له نوي حکومت د دا ډول بې رحمانه طبعي ځنګلونو د وهلو مخنیوي غوښتنه کوي.

د پکتیا پوهنتون د زراعت پوهنځي زده کړیال ولي محمد وايي، که ځنګل وهلو ته همداسې دوام ورکړل شي، نه یوازې د دې ولایت طبعي ښکلا به له منځه ولاړه شي، بلکې پر هوا به هم منفي اغېز وکړي.

ښاغلي ولي محمد وویل: «په بهرنیو هیوادونو کې خلک په هغو غرونو کې د ځنګلونو بوټي کینوي، چې هلته طبعي ځنګلونه نه وي موجود، خو ولې زمونږ خلک بیا په دې اړه عامه پوهاوی نه لري، د ځنګل له ګټو نه دي خبر او په ډېره بې رحمانه ډول شنې ونې پرې کوي، چې دا نه یوازې د ښکلا له منځه وړلو لپاره منفي تمامیږي، بلکې هغه وحشي ژوي هم له منځه ځي، چې اوس په دې غرونو کې موجود دي.»

دوه اونۍ وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت طالب چارواکو د رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایتي مسؤولینو او اوسېدونکو ته ډاډ ور کړ، چې د یاد ولایت ځنګلونو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

د یاد وزارت د طبعي سرچینو مرستیال شمس الدین شریعتي وویل، د ځنګلونو وهلو مخنیوي او غېر قانوني قاچاق طرحه د کابینې له لورې تصویب شوې، چې په نږدې راتلونکي کې به په ټولو ولایتونو کې عملي شي.

شمس الدین شریعتي ویلي: «مونږ په دې هڅه کې یو، چې په پکتیا او ځینو نورو ولایتونو کې هغه ځنګلونه چې د د خلکو له لوري وهل کیږي، نه یوازې مخه یې ونیسو، بلکې په هغو غرونو کې نور ځنګلونو هم وکرو، چې اوس په کې اړتیا لیدل کیږي، نو د دې لپاره طرحه جوړه شوې او د کابینې د غړو له خوا تصویب شوې هم ده.»

دوه اونۍ وړاندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت طالب چارواکو د رسمي سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایتي مسؤولینو او اوسېدونکو ته ډاډ ور کړ، چې د یاد ولایت ځنګلونو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.

په همدې حال کې بیا د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ سیمه ییز طالب چارواکي وايي، په څمکنیو ولسوالۍ کې یې ځايي خلک هڅولي، چې د شنو ځنګلونو له وهلو لاس واخلي.

د څمکنیو ولسوال عزت الله مخلص وویل، چې په سیمه کې یې هڅې پیل کړې، تر څو خلکو ته د ځنګل وهنې زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورسوي.

د هغه په وینا په څمکنیو کې ځینو قومونو د دې لپاره قومي تړونونه هم کړي، چې په خپل سر به په غرونو کې طبعي ځنګلونه نه وهي.

مخلص په دې اړه اطلاعات روز ته وویل: «مونږ دلته ځینې قومي مشران راغوښتي و او دا سپارښتنې مو ورته وکړې، چې د ځنګلونو له وهل لاس واخلي او د دې ترڅنګ مونږ د عامه پوهاوي رسولو هڅې هم پیل کړې دي، ترڅو خلک یو ځل د ځنګلونو پر اهمیت پوهه شي، نو د دې لپاره کلک تصمیم لرو، چې د ځنګلونو د قاچاق او پرې کولو مخه ونیسو.»

د پکتیا ولایت د دریو ځدراڼو ولسوالیو په ګډون، په ځاځي اریوب، احمدخېل، لجه منګل، جانیخېل، څمکني، او د پټان ولسوالیو زیاتره غرونه په طبعي ځنګلونو پوښل شوي دي، که څه هم په دې ولسوالیو کې د ځینو قومونو ترمنځ تړونونه هم شوي، خو لاهم خلک د اړتیا پوره کولو لپاره د شنو ځنګلونو په پرې کولو لاس پورې کوي.