برښنا مزي

د ازبکستان وارداتي برښنا عادي حالت ته راوګرځېده

اطلاعات روز: د افغانستان برښنا شرکت وایي د ازبکستان برښنا تولیدي دستګاه کې رامنځته شوې تخنیکي ستونزه حل او افغانستان ته رالېږدوونکې کمه کړې برښنا یې بېرته عادي حالت ته راګرځولې ده.

د افغانستان برښنا شرکت نن (پنج‌شنبه، ۲۳ د مرغومې) پر خپلې فیسبوکپاڼې لیکلي چې د ازبکستان د تیلي مرجان برښنا په تولیدي دستګاه کې د تخنیکي ستونزې په رامنځته کېدو سره، دغه هېواد د برښنا له کموالي سره مخ شوی و، چې له همدې امله یاد هېواد افغانستان ته د وارداتي برېښنا کچه هم راټیټه کړې وه.

خو وایي چې: «له نېکه مرغه نن سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې ازبیکستان هېواد وارداتي برېښنا عادي حالت ته را وګرځوله.»

یاد شرکت ویلي له دې وروسته لنډمهاله پرچاوي به د برېښنا کموالي او د مزو د اضافه بارۍ له امله وي.

د افغانستان برښنا شرکت پرون چهارشنبه وویل چې ‏‎ازبکستان هېواد د افغانستان برېښنا شرکت سره له همغږۍ پرته ٦٠ سلنه وارداتي برېښنا کمه کړې ده.