پولیو

خلک: جومات په جومات د پولیو واکسین وېش له امله به یو شمېر ماشومان پاتې شي

اطلاعات روز: کندهار ولایت کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکول پیل شوي خو طالبان یې لا هم کور په کور وېش ته اجازه نه ورکوي چې له امله یې خلک اندېښنه ښیي چې ښایي یو شمېر ماشومان له دې واکسینه پاتې شي.  

د کندهار د عامي روغتيا رياست رییس د پوليو د واکسين د کمپاين د پیل پر مهال جوړوشویو مراسيمو ته وويل چې له تيرو څو کلونو د پرله پسې هڅو وروسته توانيدلي دي چې په کندهار کې د پوليو د مثبتو پيښو ګراف صفر کړي.

هغه وايي دا ځل به يې هم د پوليو د واکسين پيل شوي کمپاين مسجد په مسجد وي.

د عامي روغتيا رياست ريس ډاکټرجمال الدین اعظمي وايي، د پولیو د واکسین دا درې ورځنی کمپاین مسجد په مسجد تطبیقیږي، چي په خبره یې، کندهار کي د دوی اصلي هدف شپږلکه، نهه زره او شپېته تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان دي، چي باید دې کمپاین کي ورته په دريو ورځو کې د پوليو واکسين ورسول شي.

هغه د واکسين په ښه تطبیق کې د ديني عالمانو رول مهم وګڼلي او له ديني عالمانو او قومي مشرانو څخه يې غوښتنه وکړه چې د واکسين په تطبیق کې د رضاکارانو سره مرسته وکړي.

په  کندهار کې د طالبانو مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک په دغو مراسيمو کې پوليو خطرناکه ناروغي وبلل او په دي برخه کې يې د WHO هڅې وستايلي او زياته يې کړل چې طالبانو د پوليو د واکسين په تطبیق کې به پوره همکاري وکړي.

په ورته مهال يو شمير عام خلک بیا مسجد پر مسجد د پوليو د واکسين پر پلي کيدو نيوکي کوي او زياتوي چې دغه ډول کمپاينونو له امله به په زرګونه ماشومان د پوليو له واکسين څخه بې بې برخې پاته شي.

د عبدالولي په نوم د کندهار ښار يوه اوسيدونکي له اطلاعات روز سره په خبرو کې وويل چې طالبانو باید د واکسين د تطبیق په برخه کې په رشتيا همکاري وکړي او د واکسين کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې دغه واکسين کور په کور پر ماشومانو تطبيق کړي.

نوموړی وايي که څه هم په تيرو وختونو کې طالبانو ادعا کوله چې د نا امنيو له امله د کور په کور د واکسين تطبیق ته اجازه نه ورکوي خو زياتوي چې په اوسنيو وختونو کې چې طالبانو پر تول هېواد واکمن دی باید پر ماشومانو د واکسين تطبیق ته کور په کور اجازه ورکړي.

اطلاعات روز هڅه وکړه چې د يادې ستونزې په اړه د طالبانو سره هم وږغيږي خو ونه توانيدو تر مخکې د طالبانو مسولينو له اطلاعات روز سره په خبرو کې دا رد کړي ول چې دوی کور په کور د واکسين د تطبیق مخه نيولې ده.