پکتیکا

د وړممۍ او تروې اوسېدونکي: له کلابندۍ خلاص شو، خو لاهم د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه‌لرو

خبريال: حبيب الله سراب

د تېرو دوو لسیزو پر مهال جګړو په پکتیکا ولایت کې د پنځو ولسوالیو لویې لارې له مرکز ښرنې سره پرې کړې وې، چې له همدې وجې په دغو ولسوالیو کې ځايي خلک د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې و.

روغتیا، پوهنه او رغونه یې هغه اړتیاوې وې، چې د جګړې له امله تېر حکومت ورته رسېدنه ونشوای کړای، د وړممۍ او تروې ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په سیمه کې یې روغتیايي او تعلیمي مرکزونه په نشت حساب دي، چې له همدې امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او سلګونه ماشومان له تعلیم کولو بې برخې دي.

دوی د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسساتو غوښتنه کوي، چې د دغو وروسته پاتې ولسوالیو د اوسېدونکو شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د وړممۍ ولسوالۍ اوسېدونکی پل شاهي مردان وايي، په ولسوالۍ کې يې ګڼ خلک ژوند کوي، خو د هغه په خبره چې روغتيايي او تعليمي مرکزونه د لارې تړل کیدو او د تېر حکومت د نه پاملرنې له امله له فعاليت غورځېدلي دي.

هغه وويل: «زمونږ د وړممۍ ولسوالۍ ډېره پراخه ساحه لري او دلته يو مظلوم قوم په کې اوسي،خو متاسفانه چې د نورو ولسواليو برعکس مونږ له هر څه بې برخې يو، دلته کلينيک لرو، دوا او ډاکټر په کې نشته، تش په نوم ښوونځي لرو،د کتابونو او ښوونکو نه شتون له امله شاګردان همداسې ګرځي.»

دوی د طالبانو له حکومت او نړیوالو موسساتو غوښتنه کوي، چې د دغو وروسته پاتې ولسوالیو د اوسېدونکو شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.

د دغه ولايت د تروې ولسوالۍ اوسېدونکي هم له ورته ستونزو سر ټکوي، د يادې ولسوالۍ يو تن قومي مشر عبدلقوي اغا اطلاعات روز ته وويل، چې دوی نه يوازې په روغتيا، پوهنې او رغونې برخو کې له ستونزو سره مخ دي، بلکې د هغه په وينا چې له پاکستان سره په فرضي کرښه هم دوی ته اجازه نه ورکول کيږي او د پاکستاني پوځيانو له لوري ورته توهین کيږي.

نوموړي وویل: «مونږ دلته مکتب نه لرو، په کلينک کې مسلکي ډاکټر ننشته، له وچکالي سره مخ يو او بله غټه ستونزه مونږ له پاکستان سره لرو، هلته مونږ ته اجازه نه راکول کيږي، چې د کاروبار لپاره له کرښې واورو او يا هم له هماغه خوا خوراکي توکي راوړو، ځکه مونږ خو ښرنې ته لاسرسی نه لرو.»

ډیورڼد فرضي کرښې ته د پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په تېرو شلو کلونو کې د حکومت او نړیوالو موسساتو له خوا شوې مرستې دوی ته نه دي رسېدلې.

محمد ظاهر د وړممۍ اوسېدونکی بل هغه اوسېدونکی دی، چې دوی ته د تېر حکومت له لوري په نه پاملرنې نيوکه کوي، هغه اطلاعات روز ته وويل، چې په تېرو څو کلونو کې شوې مرسته د پکتيکا زياتره خلکو ته ورکول کېده، خو د نوموړي په وينا چې د وړممۍ ولسوالۍ حق به د وخت چارواکو په خلکو جيبونو کې اچوله.

ظاهر وويل: «په افغانستان کې له خلکو سره په تېرو شلو کلونو کې څومره ډېرې مرستې وشې، خو تاسو باور وکړئ، چې يو ځل هم د وړممۍ ولسوالۍ ته نه دی راوړل شوی او که به پکتيکا ته راغله، نو هغه به والي، قومندان او يا هم بل چارواکي د ځان کوله، زمونږ په مرستو يې مارکېټونه جوړ کړل، هيله ده چې طالبان راسره هماغه شی غداري و نه کړي.»

ډیورڼد فرضي کرښې ته د پرتو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، په تېرو شلو کلونو کې د حکومت او نړیوالو موسساتو له خوا شوې مرستې دوی ته نه دي رسېدلې.

ددې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی عبدالله خان هم له طالبانو غوښتنه کوي، چې کېدونکې مرستې بايد په شفاف ډول د لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکو ته ورکړل شي.

نوموړی وايي: «اوس خو حکومت بدل شو او داسې هم خبر شوي يو، چې افغانستان ته مرستې را روانې دي، زمونږ غوښتنه او تمه دا دی، چې طالبان بايد زمونږ حق مونږ ته پر وخت ورسوي او زمونږ بې روزګاره ځوانانو ته د کار زمينه هم برابره کړي.»

په وړممۍ ولسوالۍ کې د طالبانو سیمه ييز چارواکي هم د ځايي خلکو ستونزې پر ځای بولي او له اړونده ادارو یې د حل غوښتنه کوي.

د دغې ولسوالۍ امنیه قومندان محمد داود الفت وايي، د لویو لارو د خرابوالي له امله وړممۍ، تروې، وازیخوا او ځینو نورو ولسوالیو ته په روغتیا، پوهنې او رغونې برخو کې د مرکزي مسوولینو پام ډېر کم دی.

الفت وويل: «مونږ ته د دې سيمې د خلکو ستونزې ډیرې ښيې مالوميږي، نو واقعين دا خلک مظلوم دي، په حق يې په تېر کې هم ور باندې تېری شوی، دوی مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، کلنيک کې دومره درمل نشته، چې ناروغ ته يې ورکړي او بل د لارې لويه ستونزه ده، که دغه لاره يې جوړه شي، نو هم به دوی ښرنې ته په اسانۍ تګ او راتګ کوي او هم به د چارواکو پام دلته زيات شي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیکا ولایتي چارواکي هم د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ځینې ستونزې مني او د حل ډاډ یې ورکوي.

د والي مرستیال محب الله حماس اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وويل، نړیوال موسسات یې هڅولي، چې وړممۍ، تروې او په همدې مسیر پرتو ولسوالیو ته د لومړنیو خوراکي او نورو توکو مرستې ورسوي.

د والي مرستیال محب الله حماس اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وويل، نړیوال موسسات یې هڅولي، چې وړممۍ، تروې او په همدې مسیر پرتو ولسوالیو ته د لومړنیو خوراکي او نورو توکو مرستې ورسوي.

هغه په روغتیا او پوهنې برخو کې هم د ځینو اقداماتو د پیل خبره کوي او وايي، تر اوسه یې ځینې بند روغتیايي او تعلیمي مرکزونه بیرته د ګټې اخیستنې په موخه پرانیستي دي.

حماس وايي: «مونږ په دې اعتراف کوو، چې په تېر کې د وړممۍ، تروې، خوشامند، وازيخوا او د ځينو نورو لرې پرتو ولسواليو اوسېدونکو ته کار او خدمت نه دی شوی، نو تاسو ته ډاډ درکوم، چې نوی حکومت به د هماغه وروسته پاتې او ګوښه شوي ولس لاسنيوی کوي او هر ډول ستونزو ته به يې رسېدنه کوي، نو اوس مونږ هماغه سيمو ته د مؤسساتو پام هم ور ډېر کړی او په روغتيا او پوهنې برخو کې مو ځينې ستونزې حل کړې دي.»

پکتیکا د هیواد له پراخه مساحت لرونکو ولایتونو ګڼل کیږي، ۲۲ ولسوالۍ لري، چې ډیری له پاکستان سره په ډیورڼد فرضي کرښه پرتې دي، د تېر نظام پر مهال به په همدې ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو ته د هوا له لارې اکمالات ترسره کېدل، خو د نظام له بدلون وروسته بیا هم د لارو خرابوالي له امله د یادو ولسوالیو اوسېدونکي په خورا ستونزمن حالت مرکز ښرنې ته تګ، راتګ کوي.