نیمروز

نیمروز کې یو کس د خپلې میرمنې د وژلو په تور نیول شوی

اطلاعات روز: د نیمروز ولایت طالب سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دې ولایت مرکز زرنج ښار کې یو سړی د خپلې مېرمنې د وژنې په تور نیول شوی دی.

د نیمروز ولایت د اطلاعات او فرهنګ ریس مفتي حبیب الله الهام نن (یکشنبه، د سلواغې ۳۱مه) نيټه اطلاعات روز ته وویل چې د دغه ولايت د مرکز زرنج ښار د لومړۍ امنيتي حوزې ځواکونو يو سړى او د هغه زوى د خپلې مېرمنې د وژنې په تور نيولي دي.

الهام وایي، دغه کس چې حبیب‌الله نومېږي او د فراه ولایت د بکوا ولسوالي د سپین کاریز د کلي اوسېدونکی دی او تیره ورځ سهار يې په زرنج ښار کې خپله مېرمن د ټوپک په ډزو وژلې ده.

نوموړي وویل دغه سړي په خپلو لومړنيو پوښتنو ګروېږنو کې ويلي چې زوى يې لس کلن دی او نه پوهېږي چې ټوپک يې له کوم ځاى څخه ترلاسه کړى او خپله مور يې څنګه وژلې ده.

نوموړي وویل پلار او زوی دواړه تر څارنې لاندې دي او تر اوسه مالومه نه ده چې د پېښې لامل څه و.