پخوانی افسر

پخوانی افسر چې لاسونه یې د ماین شنډولو مهال له لاسه ورکړي و، نامالومه کسانو وژلی

اطلاعات روز: نامالومه کسانو د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو یو پخوانی افسر شمس‌الدین همت په ډزو وژلی دی.

په سپین بولدک کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي اطلاعات روز ته وویل، پیښه پرون (یکشنبه، د کب ۲مه) په ورځ سهار رامنځته شوې ده.

دغه سرچینه وایي همت لس کاله د تیر حکومت د سرحدي ځواکونو په لیکو دنده ترسره کړې او څو کاله وړاندې د یو ماین خونثا کولو پر مهال یې دواړه لاسونه هم پرې شوي ول.

دغې سرچینې وویل، همت د تیر حکومت لخوا د درملنې په هدف هند ته لیږدول شوی و او هلته ورته مصنوعي لاسونه هم جوړ شوي ول.

همت چې د تیرو څو کلونو راهیسې یې په دولتي چوکاټ کې دنده هم نه درلوده د خپلي کورنۍ یوازينی سرپرست و.

هغه دا مهال د خپلې میرمنې او اولادونو سره په سپین بولدک کې ژوند کوو.

طالبانو تراوسه د دغې پیښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې د تیر حکومت یو شمیر کسان په نښه شوي او د نامعلومه کسانو لخوا وژل کیږي.

طالبانو وایي، په دغو پیښو کې د ښکېلو کسانو د نیولو هڅې کوي خو تراوسه یې د کومې پیښې ښکېل کسان رسنیو ته نه دي ښکاره کړي.