اطلاعات روز: نیمروز کې چارواکي وایي، د دې ولایت په مرکز زرنج کې د رامنځته شوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ شوی او ۳ نور ټپیان شوي دي.
د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس مفتي حبیب الله الهام نن (شنبه، د کب ۱۴) اطلاعات روز ته وویل ترافیکي پیښه تیره ورځ (جمعه، ۱۳ د کب) د زرنج- دلارام پر لويه لاره کې رامنځته شوې ده.
هغه وایي ټرافیکي پېښه د دوو بار وړونکو موټرو ترمنځ شوې چې له امله یې یاده مرګژوبله اوښتې.
دی وایي چې ټپیان د درملنې په موخه د زرنج ښار روغتون ته لېږدول شوي دي.
د پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي په ګوته شوې.