ننګرهار چاودنه

ننګرهار کې د باور غورځنګ د مشرتابه شورا پر غړي چاودنه شوې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ولایت مسوولین وایي، د دې ولایت په جلال اباد ښار کې د باور غورځنګ د رهبرۍ شورا پر غړي شېرشاه ناصري ماین چاودنه شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن(یک شنبه، ۱۶لیندۍ)اطلاعات روز ورځپاڼې ته یاده پېښه تایید کړه او ویې ویل، نن غرمه ۱۲ بجې او دیرش دقیقې د جلال اباد ښار انګور باغ سیمه کې د باور مدني ټولنې د رهبرۍ شورا پر غړي حاجي شیر شاه ناصري په موټر پورې نښلول شوي ماین چاودنه کړې چې له امله یې نوموړی ټپي شوی.

خوږیاڼي زیاته کړه: «نن غرمه د غورځنګ په نامه د مدني تولنې پر غړي چاودنه شوې چې نوموړی برسیرن ټپي شوی.»

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.