انځور: باختر خبري اژانس

ملا عبدالغني برادر د قوش‌تیپې کانال پرانیستې لپاره بلخ ولایت ته سفرکړی

اطلاعات روز: باختر خبري اژانس خبر ورکوي چې د طالبانو د رییس الوزرا لومړي مرستیال د قوش‌تیپي کانال پرانیستې لپاره بلخ ولایت ته سفر کړی.

باختر اژانس لبکي، ملا عبدالغني برادر تیره ورځ (سې شنبه، ۹ د وري) بلخ ته سفر وکړ او هلته یې د طالبانو د بلخ ولایت له والي مولوي قدرت الله ابو حمزه او یو شمیر نورو چارواکو سره کتلي دي.

دغه کانال ۲۸۵ کیلو متره اوږدوالی ۱۰۰ متره سور، ۸.۵ متره ژور کیندل کېږي چې د ۵۵۰ هکتاره ځمکې خړوبولو ظرفیت به ولري، او په یوه ثانیه کې به ۶۵۰ متره مکعبه اوبه انتقالوي.

هیره دې نه وي چې د یادې پروژې پرانیستې لپاره بلخ ته د سرپرست حکومت یو شمیر نور لوړ پوړو چارواکو هم سفر کړی دی.