انځور: اطلاعات روز خبریال

ځدران میشتي: د برېښنا پايې شته؛ خو برېښنا نشته

خبریال: حبیب الله سراب

د پکتیا ولایت درې ولسوالیو شواک، ګرده څېړۍ او وزې ځدراڼ اوسېدونکي وايي، څه باندې ۱۴ میاشتې تېریږي، چې له شته وارداتي برښنا نه دي برخمن شوي.

د دوئ په وینا چې له تېر شاوخوا یو نیم کال راهیسې ورته د برېښنا پایې ورکړل شوي خو، کورونو ته یې د برښنا مزي نه دي غځول شوي.

د شواک ولسوالۍ شابک خېلو اوسېدونکی  حاجي ګل نور اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې یو نیم کال وړاندې ورسره د وخت والي او د برېښنا ریاست مسوولینو ژمنه کړې وه، چې د شواک ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو ته به برښنا ویشل کیږي.

د شواک ولسوالۍ شابک خېلو اوسېدونکی د برېښنا ریاست مسوولینو ورسره ژمنه کړې وه، چې د شواک ولسوالۍ ټولو اوسېدونکو ته به برښنا ویشل کیږي.

هغه زیاته کړه، چې د تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې یې د قومي مشرانو په هڅو د برېښنا پایې سیمې ته انتقال کړې، خو د هغه په وینا چې تر اوسه نه نسب شوي او نه هم خلکو ته په کې د بر ښنا مزي غځول شوي دي.

هغه وویل: «مونږ ډېر پخوا چې دلته د پکتیا والي شمیم خان کټوازی و د شواک ولسوالۍ د کورونو سروې کړې وه، بیا له مونږ سره ژمنه وشوه، چې د شپږو میاشتو په موده کې به ټولو خلکو ته برېښنا ورکوي، خو دا دی تاسو یې پایې ولېدې، چې په هر ځای کې لاهم پر ځمکه پرتې دي او دغه پایي مونږ له ریاست څخه په زور راوړي دي، کنه دا یې هم نورو سیمو ته انتقالولې.»

د ګردې څېړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي هم د برښنا په برخه کې یوازې د برښنا له پایو برخمن شوي، خو تر اوسه ورته وارداتي برښنا نه ده وېشل شوې.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، پایې ورته راوړل شوي خو، له بار، بار ژمنو سره بیا هم دبرېښنا د ویش په برخه کې کوم عملي اقدام نه دی شوی.

پایې ورته راوړل شوي خو، له بار، بار ژمنو سره بیا هم د برېښنا د ویش په برخه کې کوم عملي اقدام نه دی شوی.

په دې اړه د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي مزمل شاه ځدران اطلاعات روز ته وویل: «تاسو چې له ګردېزه راتلئ، نو د سړک تر غاړې به مو د برښنا پايي لیدلې وي، چې ندي نسب شوې او یوازې زمونږ د خلکو د تېر اېستلو لپاره اچول شوې دي. زمونږ غوښتنه دا ده، چې د برېښنا ویش باید ژر تر ژره پیل کړي، تر څو د نورو خلکو په څېر مونږ هم له برېښنا برخمن شو.»

له شواک او ګردې څېړۍ ولسوالیو ور هاخوا بیا د پکتیا ولایت د وزې ځدران اوسېدونکی احسان الله وايي، که د ځدرانو ولسوالیو اوسېدونکو ته وارداتي برېښنا ووېشل شي، نو تر ډېره به په غرونو کې د طبعي ځنګلونو له پرېکولو مخنیوی وشي.

نوموړی زیاتوي، چې اوس مهال ډیری خلک له شته تړون سره سره بیا هم د سون په موخه شنه ځنګلونه پرې کوي.

هغه وايي: «دلته چې په غرونو کې خلک ځنګل وهي، خو له مجبوریته دا کار کوي، که د دغې سیمې اوسېدونکو ته برښنا ورکړل شي، نو بیا به د سون لپاره د ځنګل پر ځای له برښنا څخه استفاده کوي.

وزې ځدران اوسیدونکي:د برېښنا ویش باید ژر تر ژره پیل شي، تر څو د نورو خلکو په څېر مونږ هم له برېښنا برخمن شو.»

زمونږ د ټولو خلکو همدا غوښتنه ده، چې د نوي حکومت مسوولین باید د ځدراڼو قومونو ته د برېښنا ترڅنګ په نورو برخو کې هم ځانګړې پاملرنه وکړي.»

په همدې حال کې بیا د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو والي احمد علي جان احمد اطلاعات روز سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې دوئ به د روان کال په راتلونکو څو میاشتو کې د ځدرانو ټولو ولسوالیو ته برېښنا ویش پیل او د یادو ولسوالیو د خلکو همدې مهمې غوښتنې ته به رسېدنه وشي.

پکتیا کې د طالبانو والي د ځدرانو ټولو ولسوالیو ته به برېښنا ویش پیل او د یادو ولسوالیو د خلکو همدې مهمې غوښتنې ته به رسېدنه وشي.

نوموړی وايي: «مونږ د ځدارنو درې واړو ولسوالیو ته ټول د برښنا اسباب رسولي او په دې د ژمي موسم کې هم کار روان و، نو ان‌شاءالله چې په راتلونکي نږدې وخت کې به د ځدرانو ټول خلک د برېښنا له لوی نعمت څخه برخمن شي. مونږ د برېښنا ریاست له مسوولینو سره بار، بار په دې اړه ناستې کړې، تر څو په پکتیا کې له برېښنا بې برخې خلکو ته برښنا ورکړل شي.»

د پکتیا ولایت د برېښنا ریاست د مالوماتو له مخې چې اوس مهال په ټوله پکتیا کې ۱۰۶۰۰ کورنیو ته وارداتي برېښنا ورکړل شوې ده، خو لاهم د مرکز اړونده ولسوالیو زیاته برخه کورنۍ له یادې برښنا بې برخې دي.