فارمسیسټان

بې کاره فارمسیسټان او نامسلکي درمل پلورونکي

خبریاله: فریضه عالمي

ژباړه: بهادرخان رحماني

«څلور ورخې را ته څلور اونۍ تېرې شوې. سردری مې له نورو ورځو ډېر شوی و. ترڅنګ یې زړه بدوالی مې هم پیدا کړی و. هغه درمل چې ډاکټر را کړي ول، منظم مې کارول. خو حال مې ورځ تر بلې خرابېده. له څلور ورځو وروسته بیا ډاکټر ته ورغلم. کله یې چې دوا ولیده په حیرانۍ سره یې وویل، دا درمل ناسم دي. د سر درد دوا نه ده، بلکې د ملا درد او انتیبیوټیک درمل دي.» د فاطمې غلامي خبرې دي، چې درملتون یې نسخه ناسمه لوستې او ناسم درمل یې ورکړي دي. د کابل ځینې اوسېدونکي هم د فاطمې په څېر په درملتونونو کې د مسلکي کسانو له نه شتونه شکایت لري. هغوی ادعا کوي چې درملتونونو کې ډېری ناست وګړي نامسلکي دي. په همدې خاطر ډېری چې دوا واخلي بېرته یې روغتیاپال ته ورښیي او یا ان روغتیاپالان ناروغانو ته وایي، چې له درمل اخیستو وروسته بېرته ورشي.

روغتیا وزارت او د فارمسیسټانو د همغږۍ ټولنه هم دا ستونزه مني. د فارمسېسټانو ټولنه وایي، افغانستان کې له درملو سره د سوداګریز چلند له امله نړیوالو ستندردونو یا معیارونو او روغتیایي سپارښتنو ته پام څنډې ته تللی. دغه راز شمېرې ښیي، چې د نامسلکي وګړو له لوري د درمل پلورلو نه منع کېدل، د سلګونه فارمسېسټانو د بې کارۍ لامل شوی.

نیول شوی ځای

شمېرې ښیي، چې تېرو کلونو کې نږدې ۸ زره فارمسیسټان او له ۱۳ زرو ډېر مرستیال فارمسیسټان له کابل پوهنتون او نورو خصوصي پوهنتونونو فارغ شوي دي. اطلاعات روز له دې برخې فارغ او د فراغت حال کې له څو تنو سره خبرې کړې دي. ټول فارغ شوي وایي، له فراغت وروسته بې کاره دي او دا بې کاري یې ستره اندېښنه ده.

صالحه (مستعار) د کابل فارمسي پوهنځي پنځم کال زده کړیاله ده. هغه وایي، دا پنځه کاله یې د ناڅرګند راتلونکي اندېښنې سره درس ویلی دی: «وحشتناکه ده. پنځه کاله له ټولو ستونزو سره درس ووایې او ناڅرګند راتلونکی دې انتظار کې وي. حقیقت کې درملتون د فارمسېسټ مسلم حق دی، نه د هغوی چې یواځې د لیک له مخې یې لوستی شي.»

د صالحې او نورو زده کړیالانو ستره اندېښنه دا ده، چې هېواد کې د نافذه قوانینو ځای ځایګی ښکاره او ټاکل شوی نه دی او کار اهل کار ته نه سپارل کیږي: «هر چا چې دولسم ټولګی لوستی وي، دولت ورته د درملتون جواز ورکوي.»

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د مالوماتو پر بنسټ، په ټول افغانستان کې نږدې ۱۴ زره درملتونونه فعالیت کوي، چې له دې ډلې یواځې دوه زره او ۶۰۰ یې کابل کې دي.

حمید احمدي دوه کاله وړاندې د کابل پوهنتون له فارمسي پوهنځي فارغ شوی دی. دوه کاله کیږي چې هغه د خپلې څانګې او تخصص خلاف کار کوي. حمید وایي، له فراغت وروسته د ښار درملتونونو، فابریکو او د درمل جوړولو پسې کار ته ولاړ، خو یو بنسټ هم ور ته کار ور نه کړ: «په دې هېواد کې فارمسیسټ په ساختماني شرکت او انجنیر په درملتون کې کار کوي. خلک حق لري چې د درملتونونو له مسوولینو شکایت وکړي. ناسمې او زیاتې دواګانې خلکو ته ورکوي.»

له فارمسي فارغو زده کړیالانو سره خبرو کې، یو تن دا درې کاله کیږي چې فارغ خو لا هم بې کاره دی. رحیم عارفي درې کاله وړاندې د کابل له یو پوهنتون د فارمسي له څانګې فارغ شوی دی. هغه اطلاعات روز ورځپاڼې ته وایي، تر اوسه یې دنده نه ده موندلې: «درې کاله کیږي بې کاره یم. دا درې کاله مې د څه دولتي او څه شخصي درملتونونو دروازه وټکوله. خو د کار په موندلو بریالی نه شوم. د دولت له خوا د کار زمینه را ته برابره شوې نه ده او د شخصي درملتون پرانیستلو توان نه لرم.» د دې ځینو زده کړیالانو په وینا، د ښار په ډیری درملتونونو کې نامسلکي کسان فعالیت لري، په داسې حال کې چې دوی بې کاره او سرګردانه دي.

د درملتونونو جواز ورکړې قانون کې د نورو مسلکونو په څېر په ټولیزه بڼه راغلي دي. ۱۸ کلنۍ عمر ته رسېدل، د پخواني جرم نه درلودل او دولت ته د مالیې ورکړه په افغانستان کې د درملتونونو د جواز ورکړې له وړاندې شرطونو څخه دي. د فارمسیسټانو ټولنې او د فارمسي څانګې زده کړیالانو په وینا، «مسلکیتوب» شرط له پامه غورځول شوی دی.

عامې روغتیا وزارت په درملتونونو کې د نامسلکي وګړو شتون تاییدوي، خو وایي دې ستونزې ته حللار نشته. د روغتیا وزارت په نظر د حل لاره د خلکو همکاري ده. د دې وزارت مرستیاله معصومه جعفري وایي، خلک دې یاد وزارت ته سرغړونې ور په ګوته کړي.

خو د افغانستان فارمسیسټانو همغږۍ ټولنه وایي، د دې ستونزې ریښه ژوره ده. د دې بنسټ په نظر قانون کې له فارمسیسټانو د ملاتړ ځای تش دی او له بلې خوا افغانستان کې د درملو سکټور ته د سوداګرۍ په توګه کتل شوي او علمي او نړیوال واقعیتونه نالیدلي نیول شوي دي. دغه ټولنه وایي، درملتون لرل یوه مسلکي او تخصصي دنده ده او ناروغ ته نېغ په نېغه د درملو وېش یو سوداګریز او عاید لرونکی امر نه دی، بلکې یو تخصصي او علمي فعالیت دی. د فارمسیسټانو د همغږۍ ټولنه اطلاعات روز سره خبرو کې ادعا کوي چې افغانستان کې د درملو د عرضې او وېش فضا د مافیا په واک کې ده او دولت د وضعیت له څاره ناتوانه دی.

د فارمسیسټانو د همغږۍ ټولنه وایي، حکومت باید پر خلکو لوبې و نه کړي، ځکه د درملو نېغه عرضه یا وړاندې کول د خلکو له روغتیا سره مستقیمه اړیکه لري. د دې بنسټ په نظر د درملتونونو د جواز ورکړې قانون کې بیاځلي کتنه باید حتمي شي: «د درملتون د فعالیت جواز دې هغه چا ته ورکړل شي، چې د فارمسي څانګې تعلیمي او تحصیلي سند ولري.»

دغه راز له فارمسي د فارغ شویو بې کاره فارمسیسټانو په دندې ګمارلو یوه لار دا ده چې د هېواد په ټولو روغتیایي بنسټونو او اړوندو څانګو کې جذب شي: «په ګمرکونو کې د درملو چارو اسنادو پړاوونو لپاره د فارمسیسټانو ګمارلو ته سخته اړتیا ده چې هغې ته باید جدي پام وشي.»