انځور: اطلاعات روز خبریال

ګردېز ښاریان: د روژې له پیل سره سم د خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې شوي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت، ګردېز ښاریان په ښار کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو له بېساري لوړیدو شکایت کوي.

د نورو کلونو په څېر دا ځل هم د روژې مبارکې میاشتې له پیل سره هم مهال په ګردېز ښار کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې په بېساري ډول لوړې شوې دي.

له یوې خوا اقتصادي ستونزې او بل پلو بیا د هټۍ والو احتکار هغه څه دي، چې د ګردېز ښاریانو نیوکې یې راپارولې دي.

د ګردېز ښار یو تن اوسېدونکي برکت الله اطلاعات روز ته وویل، چې د روژې میاشتې له پیل سره سم هټۍ والو د خوراکي توکو بیې دوه برابره لوړې کړي، چې د نوموړي په خبره خلک یې د رانیولو توان نه لري.

هغه وویل: «دلته مونږ ګردېز ښار ته د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره راغلي یو، باور وکړئ، یوه اونۍ وړاندې ما د بېنډیو یو کیلو په څلویښت افغانۍ واخیسته خو اوس مې چې بېه کړه قیمت یې ۸۰ افغانیو ته لوړ شوی و.

همداسې د هرشي که غوړي دي، بوره ده، ګوړه، اوړه او نور مواد د دې ټولو نرخونه دوه برابره لوړ شوي دي.»

د ښار یو بل اوسېدونکی کمال الدین بیا د روژې مبارکې میاشتې پیل ته په کتو دا ښکاره ظلم بولي او زیاتوي، چې د خلکو اقتصادي مشکلاتو ته په کتو دا ډول نرخونه ټاکل له اسلام سره په ټکر کې یادوي.

نوموړی د ګردېز له ښاروالۍ ریاست غوښتنه کوي، چې د دوکاندارانو د خپلسرو نرخونو مخه ونیسي او له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.

کمال الدین وویل: «دلته هر ځل د خلکو له ژوند سره لوبې کیږي، ځکه ځینې هټۍ وال روژه په خوله خو ترڅنګ به یې د توکو بیې دومره لوړې وي، چې ښکاره ظلم دی.

نو زمونږ د ګردېز ښاروالۍ ته دا خواست کوو، چې د ولس ستونزو ته وګوري او له هغو دوکاندارانو سره قانوي چلند وکړي، چې په خپلسر یې خوراکي توکو ته نرخونه ټاکلي دي.»

په همدې حال کې بیا د ګردېز ښاروالۍ ریاست مسوولین هم د بیو لوړېدل مني او د مخنیوي ډاډ یې ورکوي.

د ګردېز ښاروالۍ لپاره د طالبانو ښاروال شریف الله الهام وايي، د خوراکي توکو د بیو کنټرول په موخه یې ځانګړی کمیسیون ګمارلی  دی.

نوموړی وايي: «مونږ هم په ځینو برخو کې د خلکو نیوکې پرځای بولو او د کنټرول په موخه ښاریانو ته وایو، چې ښاروالۍ په دې برخه کې چوپه نه ده او تل یې د ولس هیلو پوره کېدلو په موخه هڅې کړې دي.نو د دې لپاره چې نرخونه کنټرول شي مونږ ورته یو کمیسیون ټاکلی هغه به په ښار کې ګرځي او څوک به نه پرېږدي، چې په لوړ نرخ توکي وپلوري.»

که څه هم ګردېز ښاروالۍ د نرخونو کنټروال لپاره له دې وړاندې هم هڅې کړي، خو د منظم پلان نه موجدیت له امله یې زیات دوام نه دی کړی.