۹۱ کوډ

۹۱ کوډ د شخصي لګښتونو ولکه کې

په ۱۳۹۸ مالي کال کې د پالیسۍ ۹۱ احتیاطي کوډ بودجه څرنګه لګول شوې ده؟

خبریال: لیاقت لایق

ژباړونکي: بهادرخان رحماني او امېد اشنا

اطلاعات روز موندلې چې د پالیسۍ ۹۱ کوډ عمده برخه – د ۱۳۹۸ل کال ملي بودجه نا اصولي او شخصي موخو لپاره مصرف شوې ده.

د اطلاعات روز موندنې ښیي، چې د پالیسۍ له ۹۱ کوډ څخه سلګونه میلیونه افغانۍ د کور کرایو، زغره والو موټرو، اپارتمانونو، د الوت ټکټونو، د وګړو درملنې لګښت، د کورنیو «معیشیت او اسانتیاوو» پر تامین، د چارواکو او وګړو د سفر هر اړخیز لګښت، امتیازي معاش، د اضافي بستونو معاش، د دسترخوان خرچه، د ګوندي مراسمو لګښت، د وګړو ډلو لپاره نقدي او هڅوونکې مرستې، دولتي چارواکو او له دولت بهر وګړو لپاره مصرف شوي دي.

دغه راز موندنې ښیي چې په ۹۸ مالي کال کې د پالیسۍ ۹۱ کوډ بودجې عمده برخه نورو ناڅرګندو او نا مشخصو موخو لپاره چې له هغې ځینې وخت د «پټ لګښتونو» په توګه یاد شوي، مصرف شوې ده.

له دې کوډ ځینې برخې د جوماتونو جوړولو، د سولې مشورتي لویې جرګې لګښتونو، د خپلواکۍ جشن، د ملي امنیت ریاست «اپراتیفي» لګښتونو، د قومي ستونزو حل پلاوو لګښتونو او د نورو برنامو لپاره لګول شوې ده.

دغه لګښتونه لږ تر لږه د اجراییه رییس د ۹۵ حکمونو او د ولسمشر ۱۹۷ حکمونو سره په ۲۵ ادارو کې شوي او د ولسمشر د سلاکارانو، دولتي کارکوونکو، سفیرانو، ځینو کورنیو او له دولت بهر وګړو په ګډون لسګونه وګړو په خپلواکه او یا ګډه توګه د ځانګړو او نا ځانګړو موخو لپاره له هغې ګټه اخیستې.

د بېلګې په توګه یواځې ۱۵ پېژندل شویو وګړو، له ۱۲۳ میلیون زیاتې افغانۍ د کور کرایو، اوسېدو ځای، د سفر لګښت، د زغره والو موټرو، د اپارتمان پېرلو، د دفتر کارکوونکو امتیازي معاشونو او د موټرو تېل پېرلو لپاره د پالیسۍ ۹۱ کوډ څخه تر لاسه کړي دي. له دې ډلې د ولسمشر سلاکار وحید عمر په ټوله کې له ۳۰ میلیون ډېرۍ افغانۍ، د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي له ۱۳ میلیون او ۵۰۰ زره ډېرې افغانۍ، د ولسمشر پخواني سلاکار او د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې رییس فضل محمود فضلي له ۱۲ میلیون او ۹۰۰ زره ډېرې افغانۍ په خپلواکه توګه خپلو شخصي موخو لپاره لګولي دي. مخکیني ولسمشر حامد کرزي له ۱۱ میلیون او ۷۰۰ زره ډېرې افغانۍ د پالیسۍ له ۹۱ کوډه د دفتر لګښتونو لپاره لګولي دي.

محمدافضل لودین، محمدرسول طالب، عبدالغفور لیوال، احمدیوسف نورستاني، سمېع حامد، شاه‌حسین مرتضوي، شهزادګل اریوبي، صدیق صدیقي، فیض‌الله ذکي او غزال حارس نور هغه وګړي دي چې لسګونه میلیون افغانۍ یې د پالیسۍ ۹۱ کوډ څخه د خپلو شخصي موخو لپاره ترلاسه کړي دي. د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له پنځه میلیون افغانیو ډېرې د خپل دفتر د کارکوونکو امتیازونو لپاره ترلاسه کړي دي.

دغه راز په حکومت کې ګډ او بهر لسګونه نورو وګړو په خپلواکه یا ګډه توګه د ولسمشر او د اجراییه مشر په حکمونو لسګونه میلیونه افغانۍ د پالیسۍ له ۹۱ کوډ څخه ترلاسه کړي دي. د دا ډول ورکړو او ترلاسه کولو ډېر جزیات په بېلو برخو کې تشریح شوې دي.

موندنې ښیي چې اجراییه رییس په ټوله کې له ۱۷ میلیون او ۸۵۰ زرو ډېرې افغانۍ په بېلو احکامو کې ځانته او یا په ډله ییزه توګه وګړو سره د «مرستې» تر عنوان لاندې نقدي مرسته شوې ده. ډېری دغه وګړي د اجراییه رییس په حکمونو کې د «مستحقه او بې وسه» وګړو په عنوان راغلي دي. دغه راز ولسمشر نږدې څلور میلیون افغانۍ ځینو وګړو او کورنیو سره نقدي مرستې کړي دي.

ولسمشر او اجراییه رییس د پالیسۍ ۹۱ کوډ څخه لږ تر لږه ۴۴ میلیون افغانۍ د وګړو لپاره د اپارتمانونو، کورونو او زرهې یا زغره والو موټرو اخیستلو لپاره ویستې دي. موندنې ښیي چې ولسمشر د پالیسۍ له ۹۱ کوډه لږ تر لږه ۵۱ میلیون افغانۍ په ټوله کې د شخصي ګټې په موخه د وګړو کور کرایې، زغره والو موټرو او د اوسېدو ځای لپاره ځانګړي شوي دي.

په ۹۸ مالي کال کې د پالیسۍ له ۹۱ کوډه ورکړل شوې او ترلاسه شوې پیسې په ترتیب سره په ۲۵ ادارو کې تر سره شوي دي. د ولسمشر ماڼۍ د چارو اداري عمومي ریاست، د ملي امنیت عمومي ریاست، اجراییه ریاست او د وزیرانو شورا او د ملي امنیت شورا هغه ادارې دي چې د پالیسۍ له ۹۱ کوډه یې ډېر لګښت کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي ریاست

د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو اداره کې د ولسمشر د ۱۱۱ حکمونو باندې له یو میلیارد او ۱۳۱ میلیون ډېرې افغانۍ مصرف شوې دي. دغې ادارې د پالیسۍ ۹۱ کوډ له لارې له ملي بودجې څخه تر ټولو زیات لګښت کړی دی. د دې ادارې له خوا د میلیونیزو لګښتونو بېلګې په لاندې ډول دي.

د بېلګې په ډول ولسمشر د ۱۳۹۷ کال مرغومې ۱۹مې نېټې په ۲۴۴۸ حکم کې، ۱۱ میلیونه او ۷۰۰ زره افغانۍ د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د دفتر لګښتونو لپاره راویستل شوې دي. د ۱۳۹۷ کال لیندۍ په ۲۲مه نېټه د ولسمشر په ۱۹۷۴ حکم کې، د ولسمشر نظامي سلاکار محمد افضل لودین یو میلیون او ۸۵۰ زره افغانۍ د خپل کور کرایې لپاره ترلاسه کړي دي.

د ۱۳۹۷ کال مرغومې ۲۶مې نېټې د ولسمشر ۲۵۲۸ حکم کې، نږدې دوه میلیون او ۶۴۰ زره افغانۍ د خپلو مالي او بانکولۍ مشاوریت ۴۲ کارکوونکو ته د «بخششي معاش» تر عنوان لاندې ورکړي دي.

ولسمشر له ملي بودجې ۱۰۰ زره افغانۍ د ۱۳۹۷ کال سلواغې په ۱۵مه نېټه په ۲۶۷۸ حکم کې د مقدسې په نوم ښځې ته د هغې د ماشوم درملنې لپاره ورکړې دي.

ولسمشر ۱۲ میلیون او ۴۳۶ زره افغانۍ د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۲۱مه نېټه په ۲۷۲۵ حکم کې د محمد عمر داوددزي لپاره د دوه عرادې موټرو پېرلو لپاره ورکړي دي. بل ځل ولسمشر د ۱۳۹۷ کال د کب په ۲۳مه په ۲۹۸۲ حکم کې یو میلیون او ۱۲۵ زره افغانۍ د محمد عمر داوودزي د زرغلوالو او هایلکس موټرو د کرایې په موخه ورکړې دي.

دغه راز د ۱۳۹۷ کال د مرغومې په ۲۶مه په ۲۵۲۰ حکم کې، ولسمشر ۱۷ میلیون او ۴۵۰ زره افغانۍ د ۵۰۱ تنو مېلمنو لګښت لپاره ځانګړې کړي دي. څرګنده نه ده چې دا مېلمانه څوک ول.

ولسمشر یو میلیون او ۲۰۰ زره افغانۍ د ۱۳۹۷ کال د کب په ۱۴مه په ۲۸۱۰ حکم کې، عامه اړیکو چارو کې د ولسمشر سلاکار وحید عمر د کور کرایې په موخه ځانګړې کړې دي. ولسمشر بیا د ۱۳۹۷ کال د کب په ۲۳مه په ۲۹۸۳ حکم کې دوه میلیون او ۶۰۳ زره او ۵۰۰ افغانۍ د وحید عمر لپاره د زغره وال موټر د کرایې په موخه ورکړې دي. دغه راز دوه میلیون افغانۍ د ۱۳۹۸ کال د وري په ۳مه په ۱۲ حکم کې د وحید عمر د دسترخوان لګښت لپاره ورکړل شوې دي.

د ۱۳۹۸ کال د وري په ۱۱مه په ۱۱۳ حکم کې، ولسمشر دوه میلیون او ۲۵۱ زره افغانۍ له هېواده بهر د افغانستان سفیر فیض الله ذکي د معاش، د دسترخوان لګښت او د موټر تېلو لپاره ځانګړي کړي دي.

په بل ځای کې ولسمشر ۱۰ میلیون افغانۍ د ۱۳۹۷ کال د سلواغې په ۱۸مه د ۲۷۰۳ حکم پر بنسټ د «لوی کندهار» په نوم برنامې لپاره چې ۲۰۰ هنرمندانو او شعبده بازانو «جادوګر» په کې ګډون درلود، ځانګړې کړې دي.

۶۰۰ زره افغانۍ د ۱۳۹۸ کال د وري په ۱۷مه د ولسمشر د ۲۰۲ حکم پر بنسټ، د «معیشیت او اسانتیاوو» د تامین په خاطر د شربت ګلې کورنۍ لپاره ورکړې شوې دي.

یو میلیون او ۴۴۰ زره افغانۍ او بیا ځلي ۸۶۰ زره افغانۍ د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۱۳مه د ۱۳۳۴ او ۱۳۳۳ حکمونو پر بنسټ، د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د اوسېدو ځای کرایې لپاره مصرف شوې دي.

د ۱۳۹۸ کال چنګاښ میاشتې په ۱۶مه د ۹۹۰ حکم پر بنسټ، په چک هېواد کې د افغانستان سفیر شهزادګل اریوبي د «معاش، دسترخوان لګښت او کور کرایې» لپاره دوه میلیون او ۹۱۵ زره افغانۍ لګول شوې دي.

ولسمشر د ۲۴۳۷ شمېرې حکم کې، شپږ میلیون او ۲۴۰ زره افغانۍ د سنا یا مشرانو جرګې د انتصابي غړي احمد یوسف نورستاني د کور کرایې او دسترخوان لګښت لپاره اچول شوي دي. پنځه میلیونه افغانۍ د ۱۳۹۸ کال د وږي په ۱۰مه په ۱۵۲۸ شمېرې حکم کې د احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني د ترور یاد مراسمو ته ځانګړي شوې دي.

یو میلیون او ۸۰ زره افغانۍ د ۱۳۹۸ غویي په پنځمه د ۳۹۴ شمېرې حکم پر بنسټ، د ولسمشر سلاکار سمېع حامد د کور کرایې لپاره اچول شوې دي. بیاځلي ولسمشر د ۱۳۹۸ کال د زمري په ۲۶مه د ۱۴۴۵ حکم پر بنسټ، له ۹۲۰ زره ډېرې افغانۍ د سمېع حامد د کور کرایه ورکړې ده.

ولسمشر د ۱۳۹۷ کال د لیندۍ په ۲۸مه د ۲۳۲۶ حکم پر بنسټ، له ۱۳۱ زره ډېرې افغانۍ د فاریاب ولایت قیصار ولسوالي اوسېدونکي الله داد په نوم کس ته د ترکیې هېواد دوه طرفه ټکټ قیمت لپاره نقدې ورکړې دي. الله داد د خپلې لور درملنې لپاره ترکیې ته سفر کړی دی.

ولسمشر د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۱۷مه د ۱۰۶۹ حکم پر بنسټ، پنځه میلیون او ۷۸۸ زره افغانۍ د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د شپږو سلاکارانو معاش او امتیازاتو لپاره ځانګړې شوې دي.

د ۱۳۹۸ کال د وږي په ۳۰مه د ۱۷۷۴ شمېرې حکم له مخې، ولسمشر له درې میلیون او ۵۴۵ زره ډېرې افغانۍ د خپل کلتوري سلاکار شاه حسین مرتضوي د دفتر کارکوونکو معاش او امتیازاتو لپاره ورکړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ جامع جومات امام او خطیب برهان الدین حافظ ۲۰۹ زره او ۴۸۰ افغانۍ د «ترکیې هېواد ته د دوه اړخیزه پرواز د ټکټ بیې په موخه» نقدې ترلاسه کړې دي. دغه ورکړه د ۱۳۹۸ کال د تلې په ۲۷مه د ۲۰۹۲ حکم پر بنسټ د ولسمشر له خوا تر سره شوې ده.

دغه راز د ولسمشر په بېلو حکمونو کې، د سرحدونو او قبایلو چارو کې د ولسمشر د سلاکار موټر چلوونکي فرهاد لپاره ۱۰۰ زره افغانۍ، ۱۶۳ زره او ۹۲۰ افغانۍ د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې کارکوونکې فریبا کارګر ته د هندوستان هېواد پرواز د دوه اړخیزه ټکټ بیې لپاره او ۱۴۷ زره افغانۍ د تخنیک او ټرانسپورټ ریاست مرستیال احمد جاوېد خیراندېش ته د هندوستان دوه اړخیزه پرواز ټکټ په موخه نقدي مرسته کړې ده.

۷۰ زره افغانۍ د ودانیزو او څار ساتنې ریاست مدیر احمد جواد سره او ۱۴۷ زره افغانۍ د ولسمشرۍ ماڼۍ ځانګړي پخلنځي مدیر عبدالحمید سره نقدي مرسته شوې ده. دغه راز په نورو مواردو کې هم سلګونه زره افغانۍ په بېلو حکمونو کې د شخصي لګښت تامین په موخه نقدي مرسته شوې ده.

د ولسمشر د ۹۸۸ حکم پر بنسټ، اوه میلیون او ۷۰۰ زره افغانۍ د عبدالغفور لېوال د زغره وال موټر پېرلو لپاره ورکړل شوې دي. همدارنګه یو میلیون او ۶۲۰ زره افغانۍ د ۱۳۹۸ کال چنګاښ په ۲۴مه د ۱۱۴۲ حکم پر بنسټ، د ولسمشر د ټولنیز سلاکار رسول طالب د زغره وال موټر کرایې لپاره ورکړل شوې دي.

د پالیسۍ له ۹۱ کوډه – ۱۳۹۸ل ملي بودجې څخه د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې د لګښت جزیات

د ملي امنيت عمومي رياست

په ټوله کې له ۹۱ کوډ څخه د ولسمشر په ۱۳ بېلو حکمونو د ملي امنيت عمومي رياست ته  له ۷۳۰ میليونه افغانيو زياتې پيسې ورکړل شوې دي. له دې ډلې په درې بېلو حکمونو کې ۱۲۵ ميليونه افغانۍ د د دې رياست د «اوپراتيفي» موخو لپاره مصرف شوې دي.

د ۱۳۹۸ کال په چنګاښ مياشت کې د ولسمشر د ۸۰۲ حکم پر بنسټ له ۶۸ ميليونه او ۹۵۰ زره افغانيو زياتې پيسې د «د دولت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د اجرايي کميسيون» لپاره ځانګړې شوې دي. په نورو مواردو کې د لګښت موخه نده مشخصه شوې. يوازې په يوه بل مورد کې د بوديجې لګښت د «مستوره لګښتونو» په ډول ياد شوي دي.

د مشرانو جرګې د مالي او بوديجوي کميسيون د ۱۳۹۸ مالي کال د بررسي پر بنسټ  د پاليسي له ۹۱ کوډ څخه د ملي امنيت رياست «اوپراتيفي» برخې ته بوديجه ځانګړي کول يوه اصولي سرغړونه ده. دا موضوع هر کال د مشرانو جرګې نيوکې راپورته کوي. د بوديجې د اجرايي اصولنامې پر بنسټ د بوديجې له نورو داخلي کوډونو څخه «اوپراتيفي» کوډونو ته تعديل جواز نلري. «اوپراتيفي» پيسې د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو، ملي امنيت عمومي رياست او ملي امنيت شورا ته ورکول کيږي.

د ۱۳۹۸ کال د ملي بوديجې د پاليسي له ۹۱ کوډ څخه د ملي امنيت عمومي رياست د لګښتونو جزيات

د ملي امنيت شورا دفتر

د ولسمشر په ۹ بېلابېلو حکمونو د پاليسي له ۹۱ کوډ څخه په ټوله کې له ۱۸۹ ميليونه او ۲۰۹ زره څخه زياتې افغانۍ د ملي امنيت شورا په دفتر کې مصرف شوې دي. له دې ډلې د ولسمشر په ۳۵۲ ګڼه حکم له ۱۰ ميليونه زياتې افغانۍ د يادې شورا د نظامي چارو سلاکار محمدافضل لودين د اوسېدنې اپارتمان د پېر او ترميم لپاره ځانګړې شوې دي.

په دې اړه نور اطلاعات ښيي چې ولسمشر د پاليسي له ۹۱ کوډ څخه ۱۶ ميليونه افغانۍ د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې رييس ماهر يعقوبي ته د کور پېرلو لپاره ورکړې دي.

همدارنګه د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ د ۲۷ نېټې د ۱۰۸۱ حکم پر بنسټ ۵۵ ميليونه افغانۍ د شخړو د حل او له دولت سره د خلکو د اړيکو کميسيون د «حق الحضور او لګښتونو» په موخه مصرف شوې دي.

ولسمشر د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ مياشتې په ۲۹ نېټه د ۱۱۴۸ ګڼه حکم پر اساس له ۱۱ ميليونه او ۵۶۰ زره افغانيو زياتې پيسې د «شهيدانو وارثانو» ۵۰ کورنيو ته د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره ځانګړې کړې، خو معلومه نده چې دا کسان څوک و؟

په ځينو مواردو کې د لګښت موخه نده مشخصه. په ځينو نورو کې د خپلواکۍ د جشن، د کوچيانو او دايمي استوګنو تر منځ د شخړو د حل کميسيون د معاشونو او امتيازاتو لګښتونه راغلي دي.

د ۱۳۹۸ کال د ملي بوديجې د پاليسي له ۹۱ کوډ څخه د ملي امنيت شورا د دفتر د لګښتونو جزيات

اجرايه رياست او د وزيرانو شورا دارالانشا

د ملي وحدت حکومت اجرايه رييس عبدالله عبدالله په لږ تر لږه ۹۵ بېلو حکمونو د پاليسي له ۹۱ کوډ څخه په ټوله کې له ۲۹۸ ميليونه او ۹۰۰ زره افغانيو زياتې پيسې مصرف کړې دي. اجرايه رييس تر ډېره د «لاسنيوي» تر عنوان لاندې هغه کسانو او ډلو سره د مشخصو او غير مشخصو موخو لپاره نغدي مالي مرسته کړې، چې «مستحق» ګڼل شوې دي. عبدالله عبدالله په لږ تر لږه ۸۴ بېلابېلو حکمونو کې له ۱۷ ميليونه او ۸۵۱ زره افغانيو زياتې نغدي مرستې کړې دي.

د معتبرو ورکړو مجموعه چې اطلاعات روز ته رسېدلې، ښيي چې ښاغلي عبدالله په يوه ورځ څو حکمونه هم صادر کړي او د هغو پر بنسټ يې لسګونه کسانو او ډلو ته نغدي مرستې ورکړې دي.

د بېلګې په ډول اجرايه رييس د ۱۳۹۷ کال د دلو په ۲۳ نېټه د ۲۶۱۹، ۲۶۲۰، ۲۶۰۵، ۲۶۱۰، ۲۴۵۹، ۲۵۳۵ ،۲۵۸۳ او ۲۵۵۴ حکمونو پر بنسټ ۹ کسانو سره، چې مستحق ګڼل شوي، ۴۰۵ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده. معلومه نده چې دا کسان څوک دي؟

په يوه بل مورد کې هم د اجرايه رييس د بېلو حکمونو پر بنسټ ۱۲ کسانو ته ۶۱۵ زره افغانۍ، چې مستحق ګڼل شوي، ورکړل شوې دي. دا کسان هم معلوم ندي چې څوک دي او څنګه مستحق ګڼل شوي دي؟

اجرايه رييس د ۱۳۹۸ د چنګاښ په اتمه په ۱۰۵۸ حکم کې د محمداسماعيل ولد محمدظاهر په نوم د يوه کس د ښځې او اولادونو د تداوي لپاره ۱۵۰ افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.

اجرايه رييس د ۱۳۹۸ د غويي په ۱۹ په څو بېلو حکمونو کې د بدخشان له ۱۱۲ محصلينو او «مستحقو» کسانو ته ۷۳۳ زره افغانۍ ورکړې دي. محصلينو ته د پيسو د ورکړې موخه نده معلومه شوې؛ همدارنګه معلومه نده چې نور مستحق کسان څوک و. بيا هم اجرایه رييس د ۱۳۹۸ د غويي په ۱۵ په ۵۰۵ او ۵۰۷ حکم کې د بدخشان ۳۵ محصلينو او د فاروق فيضي په نوم «مستحق» ته ۹۰۰ زره ورکړې دي.

اجرايه رييس د ۱۳۹۸ د وري په ۲۵ په يوه بل جلا حکم کې د جوماتونو د پنځه محرابونو جوړولو او شپږ «مستحقو» کسانو ته ۸۱۰ زره افغانۍ ورکړې دي.

عبدالله عبدالله په يوه بله بېلګه کې يو ميليونه او ۵۴۴ زره او ۶۲۵ افغانۍ ۴۴ کسانو ته، چې «مستحق» ګڼل شوي، ورکړې دي. بيا هم معلومه نده چې دا کسان څوک دي او څنګه «مستحق» ګڼل شوي دي؟ همدارنګه نوموړي په نورو مواردو کې هم د معلومو او نامعلومو موخو لپاره له خلکو سره ميليونونه افغانۍ مرستې کړي دي.

د پاليسي له ۹۱ کوډ څخه د اجرايه رييس د لګښتونو بله برخه د سفرونو، د اجرايه رياست د کارکوونکو امتيازي معاشونه او د جوماتونو جوړولو لګښتونه دي. د بېلګې په ډول د صدراعظمانو په ناسته کې د ګډون لپاره ازبکستان ته د اجرايه رييس د سفر لپاره د ۱۳۹۸ د تلې په ۲۳ د پاليسي له ۹۱ کوډ څخه ۵ ميليونه او ۹۵۲ زره افغانۍ ځانګړې شوې دي.

په يوه بله بېلګه کې د ۱۳۹۷ د دلو په ۳ نېټه د ۲۷۱۶ ګڼه حکم پر بنسټ د اجرايه رياست د کارکوونکو د امتيازي معاشونو لپاره ۶۶ ميليونه او ۴۸۰ زره افغانۍ بېلې شوې دي. د اطلاعاتو پر بنسټ اجرايه رياست بيا هم د خپلې ادارې د کارکوونکو د امتيازي معاشونو لپاره ۴۴ ميليونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د ۱۳۹۸ کال د ملي بوديجې د پاليسي له ۹۱ کوډ څخه د اجرايه رياست او د وزيرانو د دارالانشا د لګښتونوجزيات

د ملي وحدت حکومت د سياسي هوکړې له مخې د پاليسي د ۹۱ کوډ له احتياطي بوديجې څخه د اجرايه رياست ونډه ۳۰ سلنه وه. اجرايه رييس د ۹۱ کوډ له يو ميليارد افغانيو تصويب شوې بوديجې ۳۰ سلنه مصرف کړې ده؛ په داسې حال کې چې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ۹۱ کوډ د بوديجې د مصرف اندازه دوه ميليارده او ۸۳۰ ميليونه افغانيو ته رسيږي. ماليې وزارت د کال په جريان کې «د ولسمشر د فرمان» پر بنسټ له تصويب شوې اندازې يو ميليارد او ۸۳۰ ميليونه افغانۍ نورې ۹۱ کوډ ته زياتې کړې دي، چې په دې صورت کې د اجرايه رياست ۳۰ سلنه ونډه ۸۴۹ ميليونه افغانيو ته رسيږي.

د جمهوري رياست د دفتر رياست

په ۱۳۹۸ مالي کال کې د ولسمشر په ۱۷ حکمونو په ټوله کې له ۶۱ ميليونه او ۶۳۰ زره افغانيو زياتې د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر په رياست کې مصرف شوې دي. په دې اداره کې د ملي بودجې «تیت پرک کېدل» هم لکه پخوا ول.

د بېلګې په ډول د ۱۳۹۷ د جدي د دويمې نېټې د ۲۱۱۵ ګڼه حکم پر بنسټ ولسمشر ۶ ميليونه او ۳۶۰ زره افغانۍ د خپل وياند د دفتر د سرپرست د زرهي موټر د کرايې لپاره ورکړې دي. رييس جمهور په ۲۶۰۹ ګڼه حکم کې د محمود حقيقت د تداوي لپاره ۳۰۰ زره افغانۍ ورکړې دي. همدارنګه ولسمشر د ۱۳۹۷ د دلو په ۱۳ نېټه په ۲۵۳۷ حکم کې ۶۹ زره افغانۍ د بسم الله په نوم کس د الوتکې د ټېکټ لپاره ورکړې دي.

ولسمشر د ۱۳۹۷ د دلو د ۱۵ نېټې د ۲۵۴۳ ګڼه حکم پر بنسټ له ۳ ميليونه او ۷۸۳ زره افغانيو زياتې پيسې د د کرکټ بورډ د عمومي رييس عزيزالله فضلي د «معاش» لپاره ځانګړې کړې دي.

ولسمشر د ۱۳۹۸ د وږي د ۱۳ د ۱۵۵۳ حکم له مخې کابو يو ميليون او ۶۰۰ زره افغانۍ د غزال حارس د «معاش» او دسترخوان خرڅ لپاره ورکړې دي.

د ۱۳۹۸ کال د لړم د مياشتې په ۲۸ نېټه ولسمشر په يو بل مورد کې د ۲۳۷۸ ګڼه حکم پر اساس يو ميليون او ۵۶۰ زره افغانۍ د ولسمشر د ځانګړي سکرټر د مېلمنو د کور د کرايې لپاره ورکړې دي. معلومه نده چې مېلمانه څوک و؟ بل ځل يې د ۱۳۹۸ د زمري په ۱۰ د ۱۳۲۷ حکم پر اساس د خپل خاص سکرتر عبدالرحيم د استوګنځی لپاره د ۱۷ قلمه اړتيا وړ اجناسو برابرولو لپاره ځانګړې دي.

د ۲۱۴۹ حکم له مخې د ۱۳۹۸ د ليندۍ په څلورمه ولسمشر د صديق الله صداقت په نوم يو تن سره ۱۴۴ زره افغانۍ نغدي مرسته کړې ده. په همدې ډول د شخصي او مبهمو موخو لپاره سلګونه زره نورې افغانۍ مصرف شوې دي.

د ۱۳۹۸ کال د ملي بوديجې د پاليسي له ۹۱ کوډ څخه ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر رياست د لګښتونو جزيات

نورې ادارې

په ټوله کې د ولسمشر په حکمونو کابو ۳۵۷ ميليونه او ۶۰۰ زره افغانۍ د سيمه ييزو ارګانونو په رياست، ښار جوړولو؛ ارشاد، حج او اوقافو، اطلاعات او کلتور، ملي دفاع او پوهنې وزارتونو او نورو ادارو کې مصرف شوې دي. په دې ادارو کې هم داسې موارد شته چې ميليونونه افغانۍ د شخصي او مبهمو موخو لپاره لګول شوې دي.

د بېلګې په ډول د ۱۳۹۸ د غويي په ۲۲ د ۱۰۱۶ ګڼه حکم له مخې ولسمشر د حج په مراسمو کې ۲۳ کسانو د ګډون لپاره کابو ۱۴ ميليونه افغانۍ ورکړې دي. معلومه نده چې دا کسان څوک و؟

د ۱۳۹۸ د زمري په ۵ په ۱۲۶۱ ګڼه حکم کې ولسمشر د «کابل امبولانس» کارکوونکو ته له يو ميليون افغانيو زياتې د بخششي معاش لپاره ورکړې دي. ولسمشر د ۱۳۹۷ د جدي په ۱۸ په ۲۳۰۹ فرمان يو ميليون او ۴۴۰ زره افغانۍ د نسرين اورياخېل د کور کرايې لپاره ځانګړې کړې دي.

تر لاسه شوي اطلاعات ښيي چې يو ميليونه او ۶۰۰ زره افغانۍ د کډوالو چارو وزارت د ۱۲ تنه کارکوونکو د الوتکو د ټېکټونو لپاره ورکړل شوې دي. د ۲۸۰۵ حکم پر اساس نيم ميليون افغانۍ د سترې محکمې له پنځه قاضيانو سره د نغدي مرستې لپاره بېلې شوې دي.

د ۱۳۹۸ د تلې د اتمې په ۱۸۷۲ حکم کې ولسمشر غني له ۶ ميليونه او ۵۰۰ زره افغانيو زياتې پيسې د شهيد حشمت الله ورثې ته د اپارتمان پېرلو لپاره ځانګړې کړې دي. همدارنګه د ۱۸۴۵ ګڼه حکم له مخې د ۱۳۹۸ د تلې په ۱۴ دوه ميليونه ۳۶۵ زره افغانۍ د «نغدي مکافاتو» د مبهمې موخې لپاره ځانګړې شوې دي.

د پاليسي له ۹۱ احتياطي کوډ څخه ولې داسې لګښت کيږي؟

د پاليسي له ۹۱ احتياطي او ۹۲ اضطراري کوډ څخه د بوديجې د لګښت صلاحيت د بوديجې د توشېح په فرمان کې ولسمشر ته ورکړل شوی دی؛ په داسې حال کې چې د مصرف جزيات او د دې کوډ د لګښتونو د اندازې زياتول د ولسي جرګې له تصويب شوي حد څخه زيات دي او هر کال د پارلمان، څارونکو بنسټونو، رسنيو او هېوادوالو نيوکې راپورته کوي. وړم کال د ۱۳۹۷ مالي کال د حسابونو د بررسي په جريان او د لګښتونو د جزياتو په اړه د اطلاعات روز له څېړنيز رپوټ خپرېدو وروسته د ولسي جرګې غړو ولسمشر او اجرايه رييس د بوديجې په «حيف و ميل» تورن کړل او ځينې يې د اساسي قانون د ۶۹ مادې د پلې کېدو له لارې د ولسمشر او اجرايه رييس د محاکمې غوښتونکي شول.

بلاخره د څېړنيز رپوټ له خپرېدو وروسته ولسي جرګې له دې کوډ څخه د لګښتونو اندازه د ۱۳۹۹ مالي کال لپاره د يو ميليارد افغانيو په محدوديت تصويب کړه. په دې اړه د ملي بوديجې په اصولنامه کې نوې ماده وضع شوه.

د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړيو کې د ملي بوديجې په سند کې د ۹۱ کوډ لپاره يو ميليارد افغانۍ تصويب شوې دي. ماليې وزارت د کال په اوږدو کې د ولسي جرګې له تاييد پرته د نورو احتياطي کوډونو له بوديجې ياد کوډ ته يو ميلیارد او ۸۳۰ زره افغانۍ ور زياتې کړې دي. د ماليې وزارت مسولين وايي چې دا تعديلات او اضافه شوې پيسې د ولسمشر د حکم پر اساس شوې او د هغو د لګښت د جزیاتو صلاحيت هم د ولسمشر دی.

د ولسي جرګې د مالي او بوديجوي کميسيون مسولين وايي چې د ۹۱ کوډ له لارې د شخصي اهدافو او له تصويب شوي حده زیاتې پيسې مصرفول يوه اصولي سرغړونه ده. د دې کميسيون منشي سيدعظيم کبرزاني اطلاعات روز ته وويل هڅې روانې دي چې د داسې سرغړونو لپاره په جزا کوډ کې جرمانه وضع شي. د کبرزانی په خبره لکه څنګه يې چې له نوم څخه ښکاري ۹۱ احتياطي کوډ د احتياطي او نه وړاندوينې وړ مواردو ته د پاليسي جوړولو لپاره دی، چې د ولسي جرګې لخوا تر يوه مشخص چتر لاندې تصويبيږي. د ولسي جرګې له تاييد پرته د پيسو زیاتول د ملي بوديجې د سند او اصولنامې خلاف دي.

د ولسمشر وياند صديق صديقي اطلاعات روز ته وويل چې د پاليسي له ۹۱ کوډ شوي مصارف د ادارو د وړانديزونو او اړتياوو پر اساس شوي دي. هغه د کور کرایې، د موټرونو اخيستلو او له ځينو چارواکو او خلکو سره د نغدي مرستو کولو په مواردو کې د دې کوډ له بوديجې څخه د پيسو مصرفول مني. ښاغلي صديقي وويل چې دا لګښتونه د اصولو پر اساس تر سره شوي، خو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د کوم قانوني اصل او معيار پر اساس تر سره شوي، څه نه وايي.

کارپوهان او د څارونکو بنسټونو غړي په دې باور دي چې د پاليسي په نوم د ۹۱ احتياطي کوډ بوديجه بايد د نه وړاندوينې وړ حالاتو کې د سياستونو او پلانونو جوړولو لپاره مصرف شي، نه د شيندلو موخو، په خاص ډول د چارواکو، ډلو او خلکو د شخصي لګښتونو لپاره. د روڼتيا څار بنسټ مسولين له دې کوډ څخه په لګښتونو کې پر ولسمشر د محدوديتونو لګولو غوښتنه کوي.

اقتصادي کارپوه سيف الدين سيحون اطلاعات روز ته وويل چې ولسمشر د «پاليسي» له نوم څخه يوازې ناوړه استفاده کړې او ملي بوديجه يې د شخصي موخو لپاره مصرف کړې ده. د هغه په خبره ولسمشر د پالیسي ۹۱ کوډ د «چور او حيف او ميل» کوډ ګڼلی دی؛ په داسې حال کې چې په خبره يې په ملي اقتصاد کې د «پاليسي» او «احتياطي» مفهوم په هغو حالاتو کې د سياستونو طرح کولو او پلانونو جوړولو دی، چې د وړاندوينې وړ نه وي. د ښاغلي سيحون په خبره ولسمشر له ملي بوديجي څخه خلکو ته د تمې ورکولو او رشوت کار اخلي.