طالبانو نیمروز کې ۶ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیولي دي

اطلاعات روز: نیمروز کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي شپږ کسان یې په دغه ولایت کې د بیلابیلو جرمونو په تور نیولي دي.

په نیمروز کې د طالبانو امنیه قومندان ویاند بهرام حقمل اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل چې  نېول شوي کسان یې د جنایي جرمونو پر وړاندي د مبارزي مدیریت ته سپارلي دي.

د نیمروز امنیه قومندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت د شپږو تنو دوسیه تر څېړلو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته استوي او هغوئ د تورنو کسانو په اړه وروستۍ پریکړه کوي.

حقمل ونه وویل چې نیول شوي کسانو کوم جرمونه ترسره کړي دی.

واک ته د طالبانو د رسیدو وروسته په افغانستان کې جنایي جرمونه زیات شوي دي چې زیاتي پیښې د غلاو او شکونو دي.