نیمروز کې د ترکيې هېواد لخوا ۸۰۰ کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول

انځور: اطلاعات روز خبریال

اطلاعات روز: په نيمروز کې نن ( پنج شنبه،۱۸ د وري) د افغان سرې مياشتې لخوا  ٨٠٠ اړمنو کورنيو  ته د ترکیې هېواد د بشري مرستو لړۍ پیل شوه.

نیمروز کې د افغان سرې میاشتې نشراتي مسوول نقیب الله نورزاد اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل، چې د کنګ او چخانسور سیمو له ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره یې مرستې وکړې.

 نورزاد زیاته کړه دغه مرستې چې د ترکيې هېواد لخوا شوي هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، مکروني، رب گرجه، د شیدو پوډر او مالګه ورکول شول.

ترسیاسي بدلون وروسته په ټول هېواد کې نږدي ۹۸سلنه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي او بشرې مرستو ته اړتیا لري.

تردي وړاندي نړیوالو بنسټونو په افغانستان کې پر بشرې وضعیت اندیښنه ښودلې وه.

دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه