لودیدیځ هیوادونه: له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو عادي کیدل د دغې ډلې په کړنو پورې اړه لري

د اروپايي ټولنې ځانګړو استازو، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، بریتانیا او امریکا په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې اړیکو عادي کولو کې پرمختګ ددغې  ډلې په کړنو او ژمنو پورې اړه لري.

دوئ په دې وروستیو کې په بروکسل کې په یوه غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي. په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ډیبرا لاینز هم ګډون درلود.

د لودیځ هیوادونو استازو په یوه اعلامیه کې چې د جمعې په ورځ ( ۱۲د وري) خپره شوې د افغانستان خلکو سره د مرستې او په دې هیواد کې د بشري ناورین د حل کولو او د اړتیا په صورت کې د مرستو په  دوام ورکولو ټینګار کړی دی.

دوئ په افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو پر اهمیت ټینګار کړی، او د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې د هر ډول خنډونو د لرې کولو غوښتنه یې کړې ده.

د اروپايي ټولنې ځانګړواستازو او یو شمېر نورو هېوادونو د طالبانو هغه پرېکړه غندلې چې  نجونې یې له ښوونځیو څخه بندې کړي او ویلي دي چې افغان ولس او نړیوالې ټولنې سره د طالبانو دغه کار ددوئ د کړیو ژمنو سره په ټکر کې دی.

دوی له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز د ژر تر ژره لرې کولو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې هر ډول نړیوالې مرستې او د دې مرستو اندازه د نجونو تعلیم ته د لاسرسي د اندازې سره مساوي ده.

لویدیځو هیوادونو طالبان د نړیوالو کنوانسیونونو په سرغړونې تورن کړي او پدې اړه یې  سخته اندیښنه یې څرګنده کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي، د طالبانو په سرغړونو کې  وژنې، خپلسري توقیفونه، په زوره یرغمل کول، فزیکي ځورونه، شکنجه، پر مدني ټولنو محدودیتونه او د سوله ییزو غونډو ازادي شامله ده.

دغه هیوادونو په ځانګړې ډول په هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو نقض او سرغړونو په شمول ددوئ د  تګ راتګ پر ازادي محدودیت لګول غندلي دي.

دوئ د بیان پر ازادۍ د محدودیتونو، پر رسنیو فشار، په رسنیو کې د ښځو پر کار کولو بندیز، د خبریالانو د نیولو او د ځینو نړیوالو رسنیو پر خپرونو د بندیز په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د اروپايي ټولنې ځانګړو استازو، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې، برتانیا او امریکا په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د ښځو، مذهبي ډلو او لږکیو معنی دار ګډون سره د یوې هراړخیزې او باوري سیاسي پروسې پر اهمیت رڼا اچولې او دا یې د ملي پخلاينې او د یوې پراخې حکومت ولۍ لپاره مهمه ګڼلې ده.

دوئ د نورو سیاسي مشرانو او مدني ټولنې سره د طالبانو د منظم ګډون یادونه کړې چې د یو ټول شموله سیاسي سیسټم لامل کېږي.

لوېدیځو هېوادونو په دې وروستیو کې ټینګار کړی چې طالبان باید د ترورېزم پر وړاندې او همدارنګه د مخدره موادو د تولید او قاچاق پر وړاندې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. دوئ د کوکنارو په کښت د بندیز په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی.