د خوست غلام خان بندر کې سوداګریزې ستونزې؛ افغان موټر چلوونکي وايي، پاکستان یې په یوه او بله بهانه د تګ مخ نیسي

خبریال: حبیب الله سراب

د سویل ختیځ زون په خوست ولایت کې د غلام خان بندر له لارې بار وړونکي موټرچلوونکي وايي، له ګاونډي پاکستان سره لاهم د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزو ته د حل لاره نه ده موندل شوې.

د موټر چلوونکو په خبره چې د غلام خان بندر له لارې پاکستان ته د مالونو انتقال پر مهال د یاد هیواد له لوري په یوه او بله بهانه د افغاني مالونو د انتقال پر مهال ستونزې جوړیږي.

د دوی په وینا چې د شته خنډونو له امله یې په دغه بندر کې ولاړې لارۍ په اونیو انتظار کوي او سوداګرو ته د ګټې پر ځای هره ورځ په زیاته اندازه تاوان اوړي.

موټر چلوونکی وایي، غلام خان بندر کې لارۍ په اونیو ولاړې وي او د ګټې پرځای تاوان کوي

په خوست ولایت کې د ترانسپورت خصوصي شرکتونو یو مسوول ګل سعید وايي، افغان سوداګرو ته د پاکستان له لوري لګول شوي محدودیتونه او هم په دې برخه کې شته خنډونه د دې سبب شوي، چې د افغاني مالونو په صادراتو خورا منفي اغیز وکړي.

هغه وویل: « دلته په غلام خان بندر باندې داسې ورځ هم راغلې، چې د ډبرو سکرو او نورو افغاني مالونو موټرې له ۴۰۰ نیولې تر ۱۲۰۰ پورې ولاړې وي او په اونیو اونیو ورته اجازه نه ورکول کیږي، نو د دغه لامل دا دی چې په باډر کې وخت کم وي او موټر زیات وي. نو له همدې وجې زمونږ مالونه پر وخت پاکستان ته نه شي انتقالېدلی او بله لویه ستونزه دا ده، چې په نورو بندرونو کې ۲۴ ساعته خدمتونه کیږي، خو دلته بیا رسمیات ډېر کم وي.»

د دغې ستونزې په اړه یو تن موټر چلوونکي خان محمد اطلاعات روز ته وویل، چې غلام خان بندر ته په تګ هلته د څار پر مهال پخوا له ۲۰۰ ډېر موټر چیک کېدل، خو د نوموړي په خبره چې اوس دغه کچه له نیمايي هم راښکته شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې پاکستان ته په اوښتو په هماغه هیواد کې هم افغان موټر چلوونکي په یوه او بله بهانه ځورول کیږي او د کار په وړاندې یې خنډونه جوړوي.

خوست بندر کې د ترانسپورت حصوصي شرکتونو مسوول وایي، غلام خان بندر کې لویه ستونزه د ۲۴ ساعته خدماتو نه شتون دی

خان محمد وايي: «له دې ځایه چې مونږ باډر ته لاړ شو، هلته زمونږ د موټرو سکن کیږي پخوا به د ورځې ۲۰۰ موټرې او له دې هم زیاتې سکن کېدلی، خو اوس له ۱۰۰ هم کمې سکن کیږي او بله دا چې کله مونږ واوړو، نو په پاکستان کې مو یا کرایه ځنډول کیږي او یا هم په یو او بل نوم ځورول کیږو.»

د موټر چلوونکو په وینا چې یادې ستونزې یوازې د افغان موټرچلوونکو پر وړاندې راپورته شوې، خو په خبره یې چې پاکستانۍ لارۍ له انتظار او ستونزو پرته په ډاډه خپل مالونه افغان لورې ته واردوي، چې دې کار د هغوی په عوایدو هم مثبت اغېز کړی دی.

افغان موټر چلوونکی حاجي عبدالله د طالبانو له حکومت غوښتنه کوي، چې ګاوندي پاکستان سره په سوداګرۍ برخه کې د شته ستونزو هواري په موخه جدي خبرې وکړي، تر څو په راتلونکي کې شته خنډونه ایجاد نه شي.

نوموړي وویل: «مونږ نه پوهیږو، چې ولې تل د افغان موټر چلوونکو په وړاندې ستونزې را ولاړیږي، ځکه د پاکستان لارۍ په سرو سترګو زمونږ خاورې ته را اوړي او بیرته په ډاډه زړه خپل هیواد ته مالونه وړي.

مونږ له طالبانو غوښتنه کوو، چې د افغانانو لپاره له پاکستاني لوري سره خبرې وکړي، تر څو یو داسې زمینه برابره شي، چې په راتلونکي کې بیا زمونږ د کار په وړاندې خنډونه جوړ نه شي.»

په همدې حال کې بیا په خوست ولایت کې د غلام خان بندر طالب مسوولین د افغان سوداګرو دغه ستونزې مني خو وايي، د شته مشکلاتو د حل په موخه یې په مرکز کابل کې له اړونده چارواکو سره خبرې کړي او هغوی هم ورته ډاډ ورکړی دی.

خوست غلام خان بندر طالب چارواکی وايي، پاکستاني لوري سره غږیدلي یو او تر ډیره مو د موټړ چلوونکو ستونزې حل کړي دي

د بندر مسوول مولوي عمران زیاتوي، چې په دې اړه له پاکستاني لوري سره تر خبرو وروسته د موټر چلوونکو په مخ کې شته ستونزې تر ډېره هوارې شوې دي.

هغه وايي: «مونږ دغه ستونزې درک کوو او د حل لپاره مو په لیکلې بڼه له مرکز سره شریکې کړي او هغوی هم راته ډاډ راکړی دی او بله مسله دا ده، چې دلته مو په بندر کې هم له پاکستاني لوري سره خبرې کړې دي، چې د شته ستونزو په هواري کې تر ډېره بریالي شوي یو.»

د افغان سوداګرو په وینا د بار وړونکو موټرو د زیات انتظار له امله ځینې وخت سوداګري توکي له خرابوالي سره مخ کیږي، چې سوداګرو ته په کې میلیونونه افغانۍ زیان اوړي.

له پاکستان سره په سوداګرۍ برخه کې یوازې د غلام خان بندر نه دی چې په کې افغان سوداګر او موټر چلوونکي له ستونزو سره مخ دي، بلکې د پکتیا ولایت د ډنډپټان او په پکتیکا کې د انګور اډې سوداګريزې لارې هم له ورته ستونزو ډکې دي، خو د دې ټولو مشکلاتو د دایمي حل لپاره تېر حکومت هم کومه د حل لاره نه وه موندلې.