اطلاعات روز: په نيمرزو ولايت کې د طالبانو والي سردار محمد ايوبي د ایران او پاکستان پوله ساتو سره د طالبانو له نښتو وروسته سرحدي نظامي طالبانو سره لیدلې دي.
د نيمروز د اطلاعات او فرهنګ رياست څخه اطلاعات روز ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيمروز کې د طالبانو والي ځمکنۍ بشپړتيا د خاورې ساتنه او دفاع اړين وبلل او خپلو کسانو ته يې سپارښتنه کړې چې د همدي موخو ترلاسه کولو لپاره دې په خپل منځ کې همغږي زياته کړي.
خبرپاڼه زياتوي چې د طالبانو والي په چهار برجک ولسوالۍ کې سرحدي سيمې ته ورغلی او هلته يې د سرحدي سيمې طالب امنيتي مسوول سره یې ليدلي او ورته یو لړ سپارښتنې یې هم کړې دي.
سرچينه وايي، د نيمروز طالب امنيه قومندان د سرحدي طالبانو فعاليتونه او کړنې ستايلي دي.
په دغه ليدنه کې د طالبانو سرحدي ځواکونو ژمنه کړې چې په سيمه کې د امنیت د تامين هڅې به زياتې کړي.
له څه مودې راهیسي په نيمروز کې د طالبانو سرحدي کسانو د ايراني پوله ساتو او پاکستاني مليشو سره نښتي کړي چې دغه نښتو کې یو پاکستانی جنرال ټپي شوی و.