د مرکز ښرنې په ګډون د پکتیکا ولايت په ځينو ولسواليو کې د چين هيواد له لوري مرسته شویو خوراکي توکو د ویش لړۍ اړمنو او بېځايه شويو کورنيو ته پيل شوه.
د دغه ولايت د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو رياست طالب مسوولين وايي، چې ياده مرسته به د مرکز ښرنې په ګډون د دې ولايت په نکه، برمل، زيړوک او وړممۍ ولسوالیو کې ۴۰۰۰ بېځايه شويو کورنيو ته وويشل شي.
په دې اړه د پکتيکا ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو طالب ريس عبدالرحمان هاشمي وويل:« تر بل هر وخت په دې ولایت کې د مرستو لړۍ تېزه شوې او وخت پر وخت له بې ځایه شویو او نورو اړمنو کورنیو سره د همکارو نړیوالو مؤسېسو له لوري د نغدي پيسو، د خوراکي او نورو توکو مرستې ترسره کېږي، چې خوشبختانه مونږ نن په يوې داسې ولسوالۍ کې اړمنو ته د چين مرسته شوي توکي ورکوو، چې دا به په تېرو شلو کلونو کې لومړی ځل وي.»
چين له دې وړاندې د هيواد د نورو ولايتونو ترڅنګ پکتيا کې هم له ۹۰۰۰ کورنيو سره ورته مرسته کړې وه.
خلک ټينګار کوي، چې دغه مرستې دې په شفاف ډول اړمنو خلکو ته ورکړل شي.