انځور: ټولنزې شپکې

د کابل ښار هلکانو ښوونځیو کې په نکتایي اچولو بندیز لګیدلی

په کابل ښار کې د طالبانو د پوهنې ریاست د نارینه زده کوونکو او ښوونکو د نکتایي په اچولو بندیز لګولی دی.

دغه فرمان د پلازمینې ښوونځیو ته په لیکلي ډول لیږل شوی دی.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان نن (پنجشنبه، ۲۵ د وري) اطلاعات روز سره مرکه کې دغه مکتوب پخلی کړی.

هغه وويل چې د زده کوونکو په يونيفورم کې کوم بدلون نه دى راغلى او يوازې د نکتایي اچول منعه دي.

په ورته وخت کې په کابل کې یو شمېر زده کوونکي وايي، چې د ښوونځیو مسوولینو ورته د ږیرې او خولۍ په سر کولو سپارښتنه کړې ده. د پوهنې وزارت بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د وزارت ویاند دا هم وویل چې ښځینه زده کونکې هم اړې دي چې « شرعي حجاب» مراعت کړي.

اوس مهال د نجونو د لېسو او متوسطو زده کړې ځنډیدلي. د طالبانو د پوهنې وزارت وايي چې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره «جدي» کار روان دی او په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.

دغه وزارت وايي، د نجونو ښوونځیو د پرانستلو امر د طالبانو د مشرتابه په واک کې دی.

طالبانو تر دې وړاندې ژمنه کړې وه چې د څو میاشتو ځنډ وروسته به د روان لمریز کال د وري په دریمه ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي. خو د دې ډلې د پوهنې وزارت په همدې ورځ اعلان وکړ چې د نجونو لېسې او متوسطې به تر امر ثاني پورې تړلې وي.

هغه مهال د طالبانو د پوهنې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي وو، که د ښوونځیو یونیفورم د افغانستان دود، کلتوراو اسلامي شریعت سره سم جوړ شوی وي، نو د طالبانو د مشرتابه د حکم په اساس به د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

د نجونو ښوونځیو د تړلو پرېکړې پراخ نړیوال غبرګونونه راوپارول. د طالبانو حکومت اوس مهال تر فشار لاندې دی.

ملګرو ملتونو پر طالبانو نیوکه کړې وه، چې په نړۍ کې یوازینی رژیم دی چې د نجونو د تعلیم مخه نیسي.