طالبانو پکتیا کې ۳۲ میله سپکې او درنې وسلې کشف او ضبط کړې دي

اطلاعات روز: د طالبانو د استخباراتو له رياست څخه تېره ورځ (جمعه، ۲۶ د وري) په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ځانګړو کشفي راپورونو پر اساس د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې ګڼې وسلې او مهمات د دوی لاسته ورغلې دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې په نيول شويو مهماتو کې ۳۲ ميله سپکې او درنې وسلې، دوربينونه او همدارنګه د سلګونه پاييره مرميو په ګډون ګڼ نور مهمات هم شامل دي.

د ياد رياست له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه وسلې په يو کور کې ساتل کېدې، چې ورسره يې په تور دوه کسان هم نيول شوې دي.

پکتيا کې دغه وسلې په داسې مهال نيول کيږي، چې د طالبانو له خوا په دې ولايت کې کور په کور د تلاشۍ لړۍ هم پېل شوې ده.