د پاکستان په شمال کې وسله‌وال برید؛ ۹ پولیس وژل شوي او ۲۸ ټپیان دي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت «هنګو» سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې وسله‌وال برید کې ۹ پاکستاني پولیس وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د خیبرپښتونخوا پولیسو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا برید د چهارشنبې په ورځ شوی او د پولیسو په ځوابي عملیاتو کې ۱۵ بریدګر هم وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې نښته کې یو زغره‌وال موټر او څو د پولیسو موټر هم سخت زیانمن شوي دي.

د پاکستان تحریک طالبان (ټي‌ټي‌پي) د دې برید مسئولیت منلی دی.

دا برید څو ورځې وروسته له هغه شوی چې د خیبرپښتونخوا د ټانک ولسوالۍ په یوه امنیتي پوسته هم ورته برید ترسره شو.

په هغه برید کې بریدګرو یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر د امنیتي پوستې سره وجنګاوه، چې له امله یې ۱۵ کسان، د پوځ سرتېري، پولیس او دولتي کارکوونکي ووژل شول. د پاکستان پوځ ویلي وو چې په هغه پېښه کې ۱۲ بریدګر هم وژل شوي وو.

پاکستان تر دې وړاندې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د بریدونو زیاتوالی د افغانستان له خاورې د وسله‌والو ډلو حضور او فعالیتونو ته منسوب کړی؛ هغه ادعا چې د طالبانو حکومت ردوي.

په پاکستان کې د بریدونو دوام او د اسلام‌اباد دا ادعا چې پاکستاني وسله‌وال په افغانستان کې مېشت دي، د پاکستان حکومت او د طالبانو ادارې ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا لامل شوې ده. دواړه لوري تېر کال هم سره نښتې کړې وې او د پاکستان هوايي بریدونه د افغانستان پر خاوره لا هم دوام لري.

د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي دي.

پاکستان ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې یې پاکستاني وسله‌وال په نښه کړي، خو طالبانو او ملګرو ملتونو ویلي چې د ملکي وګړو استوګنیز کورونه بمبار شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته