
Photo by: Moiafghanistan
که څه هم طالبانو د ډیورنډ لانجمنې کرښې په اوږدو کې له پاکستان سره له نښتو او سیاسي ناندریو وروسته امنیتي تدابیر سخت کړي او د سرحدي سیمو پر اوسېدونکو یې د کرښې دواړو خواوو ته پر تګ راتګ محدودیت او بندیز لګولی دی.
خو د اطلاعات روز ورځپاڼې د ترلاسه شویو مالوماتو پر اساس لاهم له پاکستان څخه د وسلو قاچاق دوام لري، هغه موضوع چې د افغانستان د یوې حساسې پولې له لارې د دغو وسلو د لېږد څرنګوالي او په دې بهیر کې د ښکېلو شبکو د رول په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

Photo by:Moiafghanistan
پاکستان په روان ۲۰۲۶ کال کې د ننګرهار، کونړ، خوست، پکتیا ترڅنګ پر پکتیکا ولایت هم هوايي او ځمکني بریدونه کړي وو، چې له امله یې د پکتیا له بېلابېلو سیمو سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوي او لاهم د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د احتمالي جګړې له امله خپلو کورونو ته نشي ستنېدلی.
سرچینو ویلي، چې له تېرو څلورو میاشتو راهیسې خپلو سیمو ته نه دي ورستانه شوي او نه هم طالبان د سیمې خلکو ته اجازه ورکوي چې خپلو استوګنیزو کورونو ته بېرته ورستانه شي.
ویل کېږي چې د پخوا په پرتله د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې طالبانو ګزمې او امنیتي تدابیر زیات کړي خو له دې سره سره لاهم په تېرو درېیو میاشتو کې د پکتیا اړوند ولسوالیو کې پر سرحدي پوله د وسلو قاچاق زیات شوی.
د پکتیا د امنیې قومندانۍ څخه د خپرو شویو مالوماتو پر اساس په تېرو درېیو میاشتو کې د کنټرول پرمهال له پاکستان څخه شپږ ځلې د وسلو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د روان ۲۰۲۶ کال په مۍ، جون او جولای میاشتو کې یې له پاکستان څخه را قاچاق کیدونکې ۱۱۹ میله سپکې او درنې وسلې نیولي دي.
په هر ځلي د یادو وسلو له نیول کېدو وروسته طالب چارواکو ویلي، چې د یادو وسلو قاچاق کوونکي له سیمې تښتیدلي خو د نیولو هڅې یې روانې دي، خو د میاشتو له تېریدو وروسته لاهم دا موضوعات پټ پاتې کیږي او کسان یې رسنیو ته نه ښودل کیږي.
د پکتیا د ډنډپټان ولسوالۍ د «ناری ژورې» سیمې اوسیدونکی مستعار نوم محمد نسیم وایي، چې په تېرو څلورو میاشتو کې په ډیورنډ کرښه د طالبانو لخوا امنیتي تدابیر سخت شوي او د اغزن تار سره نږدې پراته اوسېدونکي د احتمالي جګړې او د طالبانو له لوري اجازه نه ورکول کېږي چې خپلو کورونو ته ستانه شي.
نوموړی پر طالبانو نیوکه کوي چې له امنیتي تدابیرو سره سره لاهم په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې له پاکستان څخه شپږ ځله هېواد ته قاچاق کېدونکې وسلې نیول شوي دي.

Photo by:Moiafghanistan
د هغه په وینا، له پاکستانه د وسلو په قاچاق کې یو شمېر هغه طالب چارواکي ککړ دي، چې په کندهار کې له ځانګړې حلقې سره مستقیمې اړیکې لري او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې یې امنیتي مسولیت لري.
محمد نسیم زیاتوي: «په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د طالبانو او پاکستانیانو ترمنځ د جګړو پرمهال ځایي خلک له خپلو کورونو وتلي او بیا نه دي ستانه شوي. دغه راز طالبانو پر سرحدي سیمو ګزمې او امنیتي پوستې هم زیاتې کړې، خو له دې سره سره بیا هم له پاکستان را قاچاق کېدونکي وسلې نیول کېږي او پوښتنه دا ده؛ چې دا وسلې څوک قاچاق کوي هر ځل نیول کېږي خو په تړاو یې څوک نه دي نیول شوي نو ښکاره ده چې د وسلو قاچاق طالبان په خپله کوي او خاص ډول په دې کې د حقاني شبکې غړي شامل دي.»
نوموړی له پاکستانه د وسلو په قاچاق کې طالبان ښکېل بولي او ټینګار کوي، چې د طالبانو له اوسنیو امنیتي تدابیرو په مقابل کې عادي خلک دا ډول قاچاق نشي کولای.
د ډنډپټان ولسوالۍ د «کوټ» سیمې اوسېدونکی مستعار نوم سرور وایي، چې له پاکستان څخه را قاچاق کېدونکو وسلو کې د ۲۰۳ منصوري قول اردو دوه قومندانان عبدالقیوم روحاني چې د فراه ولایت اوسیدونکی د قول اردو پخواني قومندان و او محمد خان دعوت چې د ارزګان ولایت اوسیدونکی او اوسمهال د قول اردو قومندان او د ملا هیبت الله ځانګړی ملاتړ لري ښکیل دي.
نوموړی زیاتوي، پر ډیورنډ کرښه لګول شوی اغزن تار ته څېرمه محدودیتونه یوازې پر ملکي وګړو لګول شوي او دا چاره ورځ تربلې مخ په سختېدو ده.
هغه له پاکستانه د وسلو قاچاق د طالبانو په منځ د مافیایي کړیو کار بولي، چې تر شاه قوي ملاتړ موجود دی: «زموږ په سیمه کې څلور میاشتې مخکې جګړې وشوې له دې وروسته ډیورنډ کرښې ته ملکي وګړي نه پرېښودل کېږي او یوازې د طالبانو اړوند کسان ګزمې کوي، مالومات دا دي چې وسلو قاچاق همدا قول اردودوه قومندانانو وخت کې زیات شو ځکه دواړه د کندهار ډلې لخوا ټاکل شوي؛ خو کله چې دا وسلې نیول کیږي همدا وجه ده چې امنیه قومنداني د حقاني شبکې اړوند کسانو لخوا اداره کیږي نو ځکه یې وسلې نیسي دا چې قاچاقبر نه نیول کیږي دا خپله مالومه خبره ده چې له شاه قوي واسطه لري.»
د ډنډپټان ولسوالۍ د «مقبلو» سیمې اوسېدونکی مستعار نوم ندیم خان هم په دې وروستیو کې له پاکستانه د وسلو دوامداره قاچاق په اړه اندېښنه څرګندوي.
د هغه په خبره، دا یوازې هغه وسلې دي چې نیول شوې دي، خو تر دې زیاتې وسلې په پټه توګه د هیواد نورو ولایتونو ته وړل کېږي او دا چاره اوس په یوه کاروبار بدله شوې ده: «موږ په دې سیمې کې اوسیږو پخوا هیڅ داسې څه ندي پېښ شوي، چې په کرښه د وسلو قاچاق شوی وي خو په دې تېرو دریو میاشتو کې چې امنیتي تدابیر هم سخت شوي بیا هم څو ځله قاچاق شوې وسلې نیول شوې دا خپله د پوښتنې وړ ده. بل دا چې دا خو یوازې هغه نیول شوې وسلې دي زموږ مالومات دا دي چې نورې ډیرې وسلې په پټه وړل شوې دي.»

Photo by: Moiafghanistan
موږ هڅه وکړه په دې اړه د طالب چارواکو نظر هم ولرو، خو له پرلپسې هڅو سره سره یې زموږ اړیکه ځواب نه کړه. خو طالبانو له دې وړاندې د وسلو په هر ډول قاچاق کې لاس لرل رد کړي و.
پکتیا د هېواد په سویل کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پروت غرنی ولایت دی، چې له کوزې پښتونخوا سره شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره سرحدي پوله لري.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونو راپورونه خپاره کړي، چې د تېر جمهوري نظام له سقوط وروسته په افغانستان کې د امریکا د پاته شویو وسلو یوه اندازه ګاونډي پاکستان او ځینو نورو هیوادونو ته په قاچاقي ډول وړل شوې دي.
