په پاکستان کې د کوټې په وسله‌وال برید کې درې افغان وګړي وژل شوي

Oplus_131072

د پاکستان پولیس وايي، د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د نامعلومو وسله‌والو په برید کې درې افغان وګړي وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، دا برید د سه‌شنبې ماښام (د زمري ۲۷مه) د «هزار ګنجي کراس» په سیمه کې شوی دی.

د دې سیمې د پولیسو مرستیال قوماندان خضر حیات بي‌بي‌سي ته ویلي چې د افغانستان څلور وګړي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د چاغي ولسوالۍ د دالبندین سیمې اوسېدونکي وو، کوټې ته تللي وو او د عبدالله خان ولسوالۍ د ګلستان سیمې پر لور د تګ پر مهال پرې برید وشو.

د پولیسو په وینا، دوه نامعلوم وسله‌وال پر موټرسایکل سپاره وو او پر دغو افغان وګړو یې ډزې وکړې. د برید په پایله کې دوه کسان د پېښې په ځای کې ووژل شول او یو له ټپیانو څخه هم روغتون ته له لېږدولو وروسته ساه ورکړه.

تر اوسه د دغو درېیو کسانو هویت نه دی اعلان شوی.

د هزار ګنجي کراس سیمې د پولیسو مرستیال قوماندان ویلي چې د برید انګېزه لا هم معلومه نه ده او د پېښې د علت د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم د افغانستان یو پخوانی نظامي چارواکی د کوټې ښار په شالکوټ سیمه کې د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په ډزو وژل شوی و.

دغه پخوانی نظامي چارواکی حضرت‌الله اڅکزی و، چې د کندهار ښار د دویمې حوزې پخوانی پولیس آمر او د کندهار د پخواني پولیس قوماندان عبدالرازق اڅکزي له نږدې کسانو څخه و.

ټاکل شوې وه چې د دغه پخواني نظامي چارواکي جسد پرون کندهار ته ولېږدول شي، خو د سرچینو په وینا، طالبانو په پوله کې د هغه د جسد د انتقال مخه نیولې ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته