د پاکستان پولیس وايي، د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه ښار کې د نامعلومو وسلهوالو په برید کې درې افغان وګړي وژل شوي او یو بل کس ټپي شوی دی.
د بيبيسي د راپور له مخې، دا برید د سهشنبې ماښام (د زمري ۲۷مه) د «هزار ګنجي کراس» په سیمه کې شوی دی.
د دې سیمې د پولیسو مرستیال قوماندان خضر حیات بيبيسي ته ویلي چې د افغانستان څلور وګړي، چې د افغانستان پولې ته څېرمه د چاغي ولسوالۍ د دالبندین سیمې اوسېدونکي وو، کوټې ته تللي وو او د عبدالله خان ولسوالۍ د ګلستان سیمې پر لور د تګ پر مهال پرې برید وشو.
د پولیسو په وینا، دوه نامعلوم وسلهوال پر موټرسایکل سپاره وو او پر دغو افغان وګړو یې ډزې وکړې. د برید په پایله کې دوه کسان د پېښې په ځای کې ووژل شول او یو له ټپیانو څخه هم روغتون ته له لېږدولو وروسته ساه ورکړه.
تر اوسه د دغو درېیو کسانو هویت نه دی اعلان شوی.
د هزار ګنجي کراس سیمې د پولیسو مرستیال قوماندان ویلي چې د برید انګېزه لا هم معلومه نه ده او د پېښې د علت د معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.
د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ هم د افغانستان یو پخوانی نظامي چارواکی د کوټې ښار په شالکوټ سیمه کې د نامعلومو وسلهوالو لهخوا په ډزو وژل شوی و.
دغه پخوانی نظامي چارواکی حضرتالله اڅکزی و، چې د کندهار ښار د دویمې حوزې پخوانی پولیس آمر او د کندهار د پخواني پولیس قوماندان عبدالرازق اڅکزي له نږدې کسانو څخه و.
ټاکل شوې وه چې د دغه پخواني نظامي چارواکي جسد پرون کندهار ته ولېږدول شي، خو د سرچینو په وینا، طالبانو په پوله کې د هغه د جسد د انتقال مخه نیولې ده.
