منځګړو هڅې د ترینګلتیا د کمولو لپاره؛ د قطر لومړی وزیر تهران ته ځي

Oplus_131072

د پاکستان د پوځ د مشر او کورنیو چارو وزیر له سفر وروسته، اوس د قطر لومړی وزیر تهران ته ځي، څو د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو په موخه خبرې اترې دوام ومومي.

تمه ده چې د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمان بن جاسم آل ثاني، نن پنجشنبه، د سنبلې په ۵مه، تهران ته ورسېږي او له ایراني چارواکو سره لیدنې او خبرې وکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد انصاري، په «اېکس» کې لیکلي چې شیخ محمد بن عبدالرحمان آل ثاني به په تهران کې د ترینګلتیا د کمولو او د خبرو اترو لپاره د مناسبو شرایطو د رامنځته کولو پر لارو چارو خبرې وکړي.

هغه زیاته کړې چې دا سفر د قطر د حکومت د «ټینګ دریځ» په چوکاټ کې ترسره کېږي؛ هغه دریځ چې له مخې یې دیپلوماتیکه لار د اختلافاتو د حل او په سیمه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره تر ټولو غوره وسیله ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې په دغو خبرو کې به د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ د آزادۍ او د دې نړیوالې اوبه‌لارې د هغې وضعیت ته د بېرته ستنېدو پر اړتیا هم بحث وشي چې د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې له پیل مخکې یې درلود.

وروسته له هغه چې امریکا او اسرائیل له ایران سره جګړه پیل کړه، پاکستان لومړنی هېواد و چې د اوربند او د دواړو لورو ترمنځ د سولې د هوکړې لپاره یې هڅې پیل کړې. قطر، سره له دې چې په دغه هېواد کې د امریکايي پوځي اډو د شتون له امله د ایران له بریدونو سره مخ شو، د منځګړي په توګه یې رول پیل کړ او لا هم له هغو محدودو هېوادونو څخه دی چې په منظم ډول د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره له دواړو لورو سره خبرې کوي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ پر ایران د امریکا د اقتصادي عملیاتو له پیل وروسته، یو پاکستاني پلاوی هم تهران ته تللی دی. د پاکستان د پوځ مشر، عاصم منیر، او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، په همدې اوونۍ کې تهران ته سفر وکړ او له ایراني چارواکو سره یې په سیمه کې د ترینګلتیا د کمولو، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل او د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې وکړې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته