په نیپال کې د سېلاب د قربانیانو شمېر ۳۵۹ تنو ته ورسېد

Oplus_131072

د چین له پولې سره نږدې د نیپال په سیمو کې د سختو سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۵۹ تنو ته رسېدلی او له زرو ډېر کسان لا هم ورک دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د نیپال چارواکو له چورلکو څخه د ژغورل شویو کسانو د لټون او هغو زرګونو خلکو ته د بېړنیو مرستو د رسولو لپاره کار اخیستی چې په اغېزمنو ښارونو او درو کې بند پاتې دي.

ځايي رسنیو د مړو شمېر ۳۵۹ تنه ښودلی دی. لسګونه جسدونه هم سېلابونو هوارو سیمو ته انتقال کړي او د هغوی د لېږد او پېژندنې چارې لا هم روانې دي.

د نیپال د کورنیو چارو وزیر سودان ګورونګ ویلي چې د عملیاتو تمرکز لا هم د ژوندي پاتې شویو کسانو پر موندلو دی.

د ژغورنې ډلې په ترېشولي سیمه کې، چې تر ټولو ډېره زیانمنه شوې، ۱۰۰ هندي اتباع، چې ډېری یې زیارت کوونکي دي، او ۲۵ چینايي کارګران موندلي دي. دغه کسان تر دې مخکې ورک شوي وو.

له ۶۵۰ ډېر بهرني اتباع لا هم ورک دي او د نیپال چارواکي تر اوسه نه دي توانېدلي چې د ورک شویو اتباعو کره شمېر معلوم کړي.

سره صلیب ویلي چې په دې پېښه کې کلي ویجاړ شوي او د سړکونو بندېدو او پلونو ویجاړېدو له امله ګڼې ټولنې له مرستو څخه بې برخې شوې دي.

دغه ادارې زیاته کړې چې د دې ناورین بشپړ زیانونه لا هم روښانه نه دي.

د چین دولتي ټلوېزیون، سي‌سي‌ټي‌وي، د پنجشنبې په ورځ ویلي چې د تبت په سیمه کې د جیرونګ ولسوالۍ د ورک شویو کسانو شمېر ۵۵۸ تنو ته رسېدلی، چې ۲۶۰ یې بهرني اتباع دي. چین ویلي چې په دغه هېواد کې د مړو شمېر لا هم درې تنه دی.

بلخوا، د نیپال د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې خبرداری ورکړی چې هغه جهیل چې د چهارشنبې ورځې د سېلاب په سیمه کې د سیند د لارې د بندېدو له امله جوړ شوی، د اوبو کچه یې مخ پر لوړېدو ده او د طبیعي بند د ماتېدو خطر شته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته