د «سپټمبر د ۱۱مې بریدونو د طراح او اصلي مغز» محاکمه تر ۲۰۲۸ کال پورې وځنډول شوه

Oplus_131072

په ګوانتانامو کې یوې پوځي محکمې د خالد شیخ محمد محاکمه، چې د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو په طرحه کولو او د دغو بریدونو د «اصلي مغز» په توګه تورن دی، د ۲۰۲۸ کال تر جون میاشتې پورې وځنډوله.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د خالد شیخ محمد د محاکمې د ځنډولو پرېکړه د چهارشنبې په ورځ، د سنبلې په ۴مه، د امریکا د هوايي ځواک قاضي مایکل شراما کړې ده.

ټاکل شوې وه چې د خالد شیخ محمد د قضیې د تورونو د څېړلو محاکمه څلور میاشتې وروسته، د ۲۰۲۷ کال په جنوري کې ترسره شي؛ خو قاضي مایکل شراما دغه قضايي ناسته د ۲۰۲۸ کال د جون تر ۵مې وځنډوله.

د رویټرز په راپور کې راغلي چې قاضي د ځنډ لامل د محاکمې له پیل وړاندې د دوسیې د څېړنې لپاره د کافي وخت نشتوالی بللی، په ځانګړي ډول د شواهدو د منلو وړتیا په اړه.

ټاکل شوې چې له خالد شیخ محمد سره درې نور تورن کسان، ولید محمد صالح مبارک بن عطاش، مصطفی احمد آدم الحوساوي او علي عبدالعزیز علي، هم محاکمه شي.

خالد شیخ محمد په ۲۰۰۳ کال کې ونیول شو او د ۲۰۰۶ کال له سپټمبر راهیسې د ګوانتانامو په زندان کې ساتل کېږي. خالد تر دې مخکې ویلي وو چې ده د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونه پر نیویارک د نړیوال سوداګریز مرکز پر برجونو او د امریکا پر پنټاګون «له الف څخه تر یا پورې» طرحه کړي وو.

دوه اوونۍ وروسته به د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو ۲۵مه کلیزه راورسېږي؛ دا د القاعدې تر ټولو ستر عملیات وو چې د افغانستان برخلیک یې بدل کړ. په دغو بریدونو کې، برمته کوونکو دوه الوتکې په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز پر ودانیو او یوه الوتکه د ویرجینیا ایالت په پنټاګون، چې د امریکا دفاع وزارت دی، ولګوله. یوه بله برمته شوې الوتکه هم د پنسلوانیا ایالت په یوه کرونده کې ولوېده.

په ټوله کې، په دغو بریدونو کې شاوخوا درې زره کسان ووژل شول او له هغې وروسته د امریکا په مشرۍ ناټو پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو د مخالفینو په ملاتړ یې د دې ډلې د لومړي پړاو حکومت نسکور کړ.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته