اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د آقاخان بنسټ ته یې ۱۰ میلیونه یورو ځانګړي کړي، څو په افغانستان کې د «تابپیاوړتیا، ټولشموله پراختیا، ودې او اقتصادي پیاوړتیا» تر سرلیک لاندې یو پروګرام پلي کړي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه پروګرام ټول لګښت ۱۳.۵ میلیونه یورو دی او پاتې برخه یې د آقاخان بنسټ له لوري تمویلېږي.
دغه پروګرام به په ۱۰ ولایتونو کې د بېځایه شویو وګړو د تابپیاوړتیا او دوامدارې بیا ادغام، او همداراز د ثبات، ټولنیزې همغږۍ او اقتصادي ودې د پیاوړتیا په موخه پلي شي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، چې دغه پروګرام به د ۳۶ میاشتو په موده کې په مستقیم ډول د ۸۳ زره او ۱۹۷ کسانو او په غیرمستقیم ډول د ۵۸۲ زره او ۳۷۹ کسانو لپاره ګټور وي.
د دې استازولۍ په وینا، په دغه پروژه کې به ځوانانو، ښځو، زیانمنو کوربه ټولنو، راستنېدونکو او کورنیو بېځایه شویو وګړو ته ځانګړې پاملرنه وشي.
د اعلامیې له مخې، دغه پروګرام درې مهمې برخې لري: «د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې تابپیاوړتیا او کرنیز معیشتونه»، «اقتصادي وده او کارموندنه» او «د ټولنو تابپیاوړتیا او دوامدار بیا ادغام».
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي د همکارۍ برخې مشر، اریک بوم، ویلي: «نن مو یو مهم تړون نهايي کړ چې د افغانانو د معیشت ملاتړ به وکړي او د کډوالۍ او جبري بېځایه کېدو د اصلي لاملونو په له منځه وړلو کې به مرسته وکړي.»
هغه زیاته کړې: «د دې اقدام له لارې موږ اقتصادي ثبات پیاوړی کوو او د افغانستان د ټولنو تابپیاوړتیا زیاتوي، څو خلک وکولای شي دوامدار معیشتونه رامنځته کړي او د راتلونکو احتمالي ستونزو پر وړاندې مقاومت وکړي.»
د آقاخان بنسټ اجرائیوي مشر او په افغانستان کې د آقاخان پراختیايي شبکې همغږي کوونکي، ډاکټر نجمالدین نجم، هم ویلي: «په افغانستان کې د اروپايي ټولنې او آقاخان پراختیايي شبکې د اوږدمهالې همکارۍ پر بنسټ، خوښ یو چې دا نوښت اعلان کوو؛ دا په افغانستان کې زموږ د همکاریو په برخه کې یو بل مهم ګام دی.»
د اروپايي ټولنې استازولۍ او د آقاخان بنسټ تر اوسه نه دي ویلي چې دغه پروګرام به د افغانستان په کومو ۱۰ ولایتونو کې پلي کېږي.
