د طالبانو مشر، هبتالله اخوندزاده، حکم کړی چې له دې وروسته دې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو عاملان وپېژندل شي، ونیول شي او محاکمه شي.
د طالبانو د مشر په نوي حکم کې، چې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۱مه) د دې ډلې د چارو ادارې له خوا خپور شوی، راغلي چې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د قربانیانو د وارثانو حقوق دې تأمین شي.
په حکم کې ویل شوي چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو عاملان ونیسي او په هر حالت کې دې اړوندې محکمې ته وسپاري.
د طالبانو مشر د دې ډلې د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته هم سپارښتنه کړې چې د ترافیکي پېښو د عاملانو د پېژندلو او نیولو لپاره د اړوندو معلوماتو او اسنادو په راټولولو کې له کورنیو چارو وزارت سره همکاري وکړي.
د طالبانو په حکم کې راغلي چې اړوندې محکمې دې په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو قضیو ته «لومړیتوب» ورکړي او «د دغو پېښو د قربانیانو د کوچنیو او غایبو وارثانو ټول حقوق دې له مسؤول شخص یا اشخاصو څخه ترلاسه او حقخاوندانو ته وسپاري.»
د افغانستان لویې لارې، په ځانګړي ډول له کابل څخه د هرات، بلخ او ننګرهار ولایتونو پر لور درې اصلي لویې لارې، وخت ناوخت د مرګژوبلې له درنو ترافیکي پېښو سره مخ کېږي. په ډېرو هغو پېښو کې چې مسافر وړونکي بسونه پکې ښکېل وي، د موټر چلوونکو تېز رفتار او بېاحتیاطي د پېښې اصلي لامل بلل کېږي.
طالبانو تېر کال د مسافر وړونکو بسونو د سرعت د کنټرول لپاره د موقعیت معلومولو (GPS) سیسټم د نصبولو خبر ورکړی و، خو له هغې وروسته هم څو مرګژوبله لرونکې ترافیکي پېښې رامنځته شوې دي.
تر دې وړاندې د دغو پېښو دوسیې نه څېړل کېدې. تر اوسه په لویو لارو کې د رامنځته شویو ترافیکي پېښو هېڅ یو عامل نه دی نیول شوی او نه هم محاکمه شوی دی.
