د کندهار د برېښنا ریاست وايي، په کجکي بند کې د اوبو د کچې د کمېدو له امله د برېښنا د تولید ظرفیت کم شوی او په کندهار کې به د ورځې پر مهال د برېښنا پرچاوي نوره هم زیاته شي.
دغه ریاست نن (پنجشنبه، ١٢ د وږي) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د اوبو د کمښت له امله د کجکي بند د برېښنا تولید اغېزمن شوی، چې له کبله یې کندهار ته د برېښنا رسولو په برخه کې محدودیتونه رامنځته شوي دي.
ریاست له خلکو غوښتي، چې د برېښنا د کمښت د اغېزو د راکمولو لپاره له برېښنا څخه له غیرضروري او بېځایه مصرف څخه ډډه وکړي.
د هوا په ګرمېدو سره کندهار کې د برېښنا پرچاوي زیاته چې عام خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
