جاپان په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره ۹.۴ میلیونه ډالر مرسته کوي

Oplus_131072

د جرم او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو دفتر وايي، جاپان به په افغانستان کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ظرفیتونو د پیاوړتیا په موخه ۹.۴ میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړي.

د ملګرو ملتونو دغه دفتر وايي، د دې مرستې په اړه هوکړه‌لیک نن (پنج‌شنبه، د وږي ۱۲مه) په افغانستان کې د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر د استازي پولیک اوک سیري او په افغانستان کې د جاپان د سفیر کینجي ماساموتو ترمنځ لاسلیک شو.

د ملګرو ملتونو د جرم او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د دفتر د خبرپاڼې له مخې، دغه مرسته به د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) له لارې، د «زیان‌منو کسانو لپاره د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ظرفیتونو پیاوړتیا» تر نوم لاندې په یوه دوه کلن پروګرام کې ولګول شي.

دغه دفتر وايي، پروګرام یې له هغو زیان‌منو ټولنو څخه د ملاتړ په موخه پیل کړی چې په افغانستان کې د نشه‌يي توکو له وضعیت څخه د رامنځته شویو اقتصادي ستونزو او ټولنیزو زیان‌مننو سره مخ دي.

ټاکل شوې دغه پروګرام د روان میلادي کال له سپټمبر څخه د ۲۰۲۸ کال تر سپټمبر پورې په بدخشان، بادغیس، هلمند، کندهار او تخار ولایتونو کې عملي شي.

د ملګرو ملتونو د دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پروګرام به د دوامدارو بدیلو عایداتي سرچینو په رامنځته کولو سره د هغو زیان‌منو کلیوالو خلکو د هوساینې او مقاومت وړتیاوو د ښه کېدو لپاره کار وکړي چې پخوا یې د کوکنارو له کرکیلې عاید ترلاسه کاوه.

د خبرپاڼې له مخې، دغه پروژه به له هغو کسانو سره هم مرسته وکړي چې د نشه‌يي توکو د کارونې له امله له ستونزو سره مخ دي یا د دې ستونزې له خطر سره مخ دي. د دې لپاره به د نشه‌يي توکو د کارونې د مخنیوي او درملنې پر بنسټ خدمتونه پراخ شي.

د ملګرو ملتونو د جرم او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر وايي، تمه ده چې د بدیلو معیشتونو د پروګرامونو له لارې شاوخوا اته زره کورنۍ، چې نږدې ۵۶ زره کسان کېږي او پخوا یې د کوکنارو په کرکیله بوخت وو، تر پوښښ لاندې راشي.

همداراز، شاوخوا ۲۵ زره کسان چې د نشه‌يي توکو د کارونې له خطر سره مخ دي یا له اړوندو اختلالاتو سره لاس او ګرېوان دي، د مخنیوي، درملنې، بیارغونې او بیا ادغام له پروګرامونو څخه به ګټه واخلي.

په افغانستان کې د جاپان سفیر کینجي ماساموتو ویلي: «د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه هغه برخه ده چې افغانستان او نړیواله ټولنه پکې ګډې ګټې او ګډ مسؤلیتونه لري. دوامدار پرمختګ د افغانانو پر مالکیت او د نړیوالې ټولنې پر رغنده ملاتړ پورې تړلی دی.»

نوموړي د دوحې پروسې په چوکاټ کې د خبرو پر دوام هم خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه بهیر د همکارۍ او باور جوړونې لپاره مهم زمینه برابروي.

په افغانستان کې د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې (جایکا) استازي سوتا توساګا ویلي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې د ظرفیتونو پیاوړتیا نه یوازې د افغانستان د راتلونکي ثبات او پرمختګ لپاره مهمه ده، بلکې د سیمه‌ییزې همکارۍ او د ټولنو د هوساینې په برخه کې هم مهم رول لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د دفتر استازي پولیک اوک سیري ویلي، دغه پروژه د بدیلو معیشتونو، د نشه‌يي توکو د کارونې مخنیوي، درملنې، بیارغونې او نړیوالې همکارۍ له یوځای کولو سره د عملي او دوامدارو حل‌لارو د رامنځته کولو هڅه کوي.

د نوموړي په وینا، دا کار به د لا روغو، خوندي او له ستونزو سره د مقابلې وړ ټولنو په جوړولو کې مرسته وکړي.

جاپان له افغانستان څخه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دغه هېواد له مهمو مرستندویانو څخه پاتې شوی دی. د جاپان مرستې تر ډېره د ملګرو ملتونو د ادارو له لارې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د کوچنیو کاروبارونو د ملاتړ، د خوارځواکۍ د مخنیوي او د ماشومانو د زده‌کړو د ملاتړ په برخو کې لګول شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
څرگندونې نشته